اين ډي اېم اے د رارواني اوونۍ په مهال د ممکنه خطرو په اړه خبردارے جاري كړو

اسلام آباد 01 جولائي  (اے پي پي) نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي(اين ډي اېم اے) نېشنل ايمرجنسيز آپريشن سينټر (اين اي او سي) د رارواني اونۍ په مهال د ممکنه خطرو په اړه خبردارے جاري کړو۔د شورو په ورځ د اين ډي ايم اے ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې اين ا ي او سي د ټولو خطرو د وړاندې څخه تشخيص او تر اړوندو ادارو په وخت …

اسلام آباد 01 جولائي  (اے پي پي) نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي(اين ډي اېم اے) نېشنل ايمرجنسيز آپريشن سينټر (اين اي او سي) د رارواني اونۍ په مهال د ممکنه خطرو په اړه خبردارے جاري کړو۔د شورو په ورځ د اين ډي ايم اے ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې اين ا ي او سي د ټولو خطرو د وړاندې څخه تشخيص او تر اړوندو ادارو په وخت معلومات وركول باوري كوي۔ ګلګت بلتستان، خېبر پښتونخوا او آزاد کشمير شا او خوا سيمو كښې د ګليشيائي بندونو شلېدو له امله د سېلاب اندېښنه ده۔پرله پسې زيات شوي درجه حرارت او  بره سيمو كښې متوقع بارانونو له امله د ګليشيئر ويلي كيدو عمل كښې د تندۍ امكان دے۔ګليشيائي بندونو شلېدو له امله په سمدستي توګه سېلاب، د ملبې ريلې، لينډ سلائيډنګ او د خاورو كمرو پريوتو خطر دے۔ هنزه، نګر، غذر، سکردو، شګر، ګانچھے، خرمنګ، استور، ديامر، بره و كوز چترال، سوات او نور ګليشيئر سره منسلك كليو كښې د خاص احتياط  سپارښتنه شوې ۔اين اي او سي د 01 نه تر 4 جولائي 2026 د ممکنه صورتحال په اړه هم خبردارے جاري كړے۔د 01 نه تر 4 جولائي په مهال د پشكال سسټم او لويديزې سيلۍ زيرِ اثر د غرئيزو سيمو خوړونو او موسمي باراني خوړونو كښې د اوبو بهېدل په سمدستي توګه زياتيدے شي۔خېبر پښتونخوا، پنجاب، بلوچستان، آزاد کشمير او ګلګت بلتستان په بيلو سيمو كښې د ناڅاپي  سېلابي صورتحال اندېښنه ده۔ د خېبر پښتونخوا په چارسده، نوښار ، پېښور ، مردان، صوابي، کوهاټ، بنوں، لکي مروت، ډيره اسماعيل خان، مانسهره، ايبټ آباد، هري پور، سوات، دير، چترال، شانګله، بونير، بټګرام، تورغر او کوهستان غرئيزه خوړونو كښې د اوبو بهېدؤ كښې زياتوالې متوقع دے۔د پنجاب په پينډۍ ، اټك، جهلم، چکوال، ميانوالي، بھکر، خوشاب، سرګودھا، فيصل آباد، جھنګ، سيالکوټ، نارووال، ګجرات، ګوجرانواله، لاهور، شيخوپوره، حافظ آباد او منډي بهاؤالدين لاندي سيمو او اوچو خوړونو كښې سېلابي صورتحال متوقع دے۔د بلوچستان ژوب، شيراني، موسيٰ خيل، بارکھان، سبي، کوهلو، ډيره بګټي، لورالائي او شا او خوا كښې په ځائې كچه د ناڅاپي سېلابي صورتحال امکان دے

مزید خبریں