د سېنېټ چيئرمېن  يوسف رضا ګيلاني سره پاکستان كښې د بلغاريه سفيري آئرينا ګيناډيوا ګانچيوا وليدل،دوه اړخيزه اړيكو لا مستحکمولو له د عزم پخلے

اسلام آباد 01 جولائي  (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره  پاکستان كښې د بلغاريه سفيري آئرينا ګيناډيوا ګانچيوا د شورو په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې وليدل۔ ملاقات كښې د پاکستان او بلغاريه په دوه اړڅيزه اړيكو،د سيمي په مجموعي صورتحال، پارليماني مرستي ، د اقتصادي رابطو په ودي او د اولسي كچه اړيكو لا قوي كولو په چارو د خيالاتو څركندونه وشوه۔د سېنېټ چيئرمېن سيد …

اسلام آباد 01 جولائي  (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره  پاکستان كښې د بلغاريه سفيري آئرينا ګيناډيوا ګانچيوا د شورو په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې وليدل۔ ملاقات كښې د پاکستان او بلغاريه په دوه اړڅيزه اړيكو،د سيمي په مجموعي صورتحال، پارليماني مرستي ، د اقتصادي رابطو په ودي او د اولسي كچه اړيكو لا قوي كولو په چارو د خيالاتو څركندونه وشوه۔د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سفيري آئرينا ګيناډيوا ګانچيوا له په پاکستان كښې د خپلي سفارتي ذمه وارۍ په كاميابۍ سره بشپړولو مباركي وركړه او د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكو ته لا وده كښې يې د هغي خدمات وستائيل۔ ده دوه اړخيزه مرستي لا زياتولو او د شريك باور او مفاهمت وده كښې د سفيري کردار وستائيلو۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل پاکستان او بلغاريه خپلو كښې د شريك احترام، خيرسګالۍ او سيمه ايزو او نړيوالو چارو په مرسته اړدانه اړيكي لري۔ ده بلغاريه اروپا كښې د پاکستان يو مهم شراکت دار ګرځولو سره دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو له د عزم پخلے وكړو۔ده بلغاريه له د شينګن ايريا بشپړه رکنيت په ترلاسه كېدو مبارکي وركړه او يورو خپلولو نه پس د هغې پرله پسې اقتصادي پرمختګ له ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د سېنېټ  چيئرمېن د بلغاريه د او اي سي ډي رکنيت خواهشات لپاره د پاکستان د مرستې پخلي كولو سره اوسنة پارليماني ټاكنو نه پس د نوي حكومت کاميابۍ سره د جوړيدو هركلے وكړو۔د ملاقات په آخر د سېنېت چيئرمېن د پاکستان او بلغاريه اړېكو وده كښې د سفيري آئرينا ګيناډيوا ګانچيوا د قدر وړ په خذمات د هغې مننه وكړه او د سباؤن ذمه وارو له ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان به د بلغاريه او اروپائي ائتلاف سره د ځوانانو پرمختګ،ميرمنو خپلواكه كولو  ، تعليم، اقتصادي مرستي او نورو د شريكي خوښي څانګو كښې مرسته لا زياتوي

مزید خبریں