افغانستان كښې د ترهګرۍ د بنيادي ډهانچې په ضد د پاکستان د كارروائيو په اړه د هند بې بنسټه بيان مسترد كوٶ۔ خارجه دفتر

اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) پاکستان په افغانستان كښې د ترهګرو د بنيادي ډهانچې په ضد د پاكستان د جائز٬ هدفي او د متناسبه كارروائيو په اړه د هند د خارجه وزارت بې بنسټه بيان مسترد كړے دے٬ د هند د خارجه وزارت لخوا په 29 جون په جاري بيان پاكستان  د خپل غبرګون په اړه د ميډيا د پوښتنې په ځواب د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن …

اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) پاکستان په افغانستان كښې د ترهګرو د بنيادي ډهانچې په ضد د پاكستان د جائز٬ هدفي او د متناسبه كارروائيو په اړه د هند د خارجه وزارت بې بنسټه بيان مسترد كړے دے٬ د هند د خارجه وزارت لخوا په 29 جون په جاري بيان پاكستان  د خپل غبرګون په اړه د ميډيا د پوښتنې په ځواب د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي ووئيل پاکستان په افغانستان كښې د ترهګرو ژالو په ضد د پاکستان جائز، هدفي او د متناسبه کارروائيو په حواله د هند د خارجه وزارت بې بنسټه بيان مسترد كوي۔ وياند ووئيل دا خندنے بيان د يو داسې هېواد لخوا رامخې ته شوے څوك چې په تاريخي توګه د خپلو ګاٶنډيو په كورنيو معاملو كښې مداخلت كوي، د ملګرو ملتونو د منشور خلاف ورزي  سره د هغوي خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت ته زيان رسوي او اوس هم د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو څخه سرغړونه كوي او د هند په غېر قانوني  تسلط لاندې جمو و كشمير كښې د خپلواكۍ په حق ئې ښپه اېښودې ده۔ وياند ووئيل هند افغان خاورې څخه د پاكستان په ضد د ترهګرۍ هڅو كوٶنكو ډلو معاونت او سرپرستي هم كوي كومې چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو ېندېزونو د نظام خلاف ورزي ده او هند پرله پسې په منطقه كښې امن ته د زيان رسونكي كردار په توګه كار كوي۔ ده ووئيل د پاكستان په ضد د هند بې بنسټه تورونه او د اشتعال انګيزې بيانونه په سنجيدګۍ سره نه اخستلې كېږي۔ وياند ووئيل پاكستان د نړيوال قانون له مخې د خپلو وګړو تحفظ او سلامتيا باوري كولو لپاره ټول مناسب اقدامات كوي او بيا لپاره به هم كوي۔

مزید خبریں