واشنګټن۔1جولائي (اے پي پي)د امريكې نائب صدر جے ډي وينس وئېلي دي زمونږ د هېواد او ايران تر مينځه تكنيكي خبرې اترې رواني دي ۔د بي بي سي تر مخه د امريكې نائب صدر وئېلي دي په دوحه كښې روانو خبرو په اړه د ايران په اولسي كچه ترديد په اصل كښې يو دانسته د ’’فارسۍ طرزِ خبرې‘‘ دي، او د هغه تر مخه د امريكې حكومت او د ايران …
د امريكې اور ايران تر مينځه تكنيكي خبرې اترې روانې دي ، جے ډي وينس

مزید خبریں
واشنګټن۔1جولائي (اے پي پي)د امريكې نائب صدر جے ډي وينس وئېلي دي زمونږ د هېواد او ايران تر مينځه تكنيكي خبرې اترې رواني دي ۔د بي بي سي تر مخه د امريكې نائب صدر وئېلي دي په دوحه كښې روانو خبرو په اړه د ايران په اولسي كچه ترديد په اصل كښې يو دانسته د ’’فارسۍ طرزِ خبرې‘‘ دي، او د هغه تر مخه د امريكې حكومت او د ايران حكومت په تكنيكي كچه خبرې اترې روانې دي۔دي مائيكل نولز شو سره مركه كښې جے ډي وينس ووئېل مقرر خبرې كېدونكې وې ، په اصل كښې د تكنيكي نوعيت خبرې، كومې چې د وړاندې نه د روانو خبرو په بنياد وړاندې روانې دي او په يقيني توګه په وړومبۍ جولائي به كېږي ۔ ده ووئېل د تهران اولسي بيانونه دوي ته زړه راښكونكې او تر كومه حده پريشانونكې ښكاري ځكه چې ايراني چارواكي يو پلو د امن خبرو اترو ترديد كوي او بل پلو د تكنيكي كچې خبرې تسليموي هم ۔ جے ډي وينس ووئل ايرانيان وائي چې د امن خبرې نه دي رواني خو ورسره دا هم وائي چې د امريكې او ايران تر مينځه د امن لوظ نامې په اړه تكنيكي خبرې روانې دي ۔








