اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار د اسلامي مرستي تنظيم (او آئي سي) د ميرمنو په اړه د 9م وزارتي كنفرنس لپاره د جوړې اعلیٰ پائې كمېټۍ د 6مي غونډي مشري وكړه۔ پاكستان به په 12 او 13 جولائي د دې مهم كنفرنس كوربتوب كوي۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې په غونډه …
د نائب وزيرِاعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه، د او آئي سي د ميرمنو په اړه د 9م وزارتي كنفرنس د انتظامات جاج واخستلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار د اسلامي مرستي تنظيم (او آئي سي) د ميرمنو په اړه د 9م وزارتي كنفرنس لپاره د جوړې اعلیٰ پائې كمېټۍ د 6مي غونډي مشري وكړه۔ پاكستان به په 12 او 13 جولائي د دې مهم كنفرنس كوربتوب كوي۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې په غونډه كښې د كنفرنس د چمتوالي د آخري پړاؤ تفصيلي جاج واخستلے شو چې پكښې د پروګرام مسودۂ، د كانفرنس ايجنډا، پروټوكول، سكيورټي او انتظامي و لاجسټك انتظامات، ميډيا او د ابلاغي تګلارې ، بين الوزارتي رابطې او نوري تنظيمي چاري شاملي دي۔د اعلیٰ پائې كمېټۍ په دې خبره غور وكړو چې د كنفرنس كاميابولو لپاره دې ټول ضروري اقدامات په وخت بشپړ كړې شي۔ كنفرنس كښې به د او آئي سي 57 غړي هېوادونه ګډون كوي چرته به چې د ميرمنو خپلواكه كولو، د شموليت زياتولو او د كوټلي پرمختګ په اړه شريكي مرستي لا قوي كولو باندې د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔په غونډه كښې د قانون، انصاف و بشري حقونو وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تار، د آئي ټي و ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيري شزه فاطمه خواجه، د وزيرِاعظم خاص مرستيال طارق باجوه، خارجه سيكرټري آمنه بلوچ، د بشري حقونو سيكرټري عبدالخالق شيخ او نورو اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو











