وړومبۍ ميرمن آصفه بھټو زرداري هان سيونګ سوك له د جمهوريه كوريا وزيرِاعظم  په جوړيدو مباركي وركړه

اسلام آباد 01 جولائي  (اے پي پي) وړومبۍ ميرمن او د قامي اسمبلۍ غړي بي بي آصفه بھټو زرداري هان سيونګ سوك له د جمهوريه كوريا وزيرِاعظم په حيث په تقررۍ مباركي وركړه۔د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه د شورو په ورځ جاري شوې بيان له مخې وړومبۍ ميرمن ووئيل د هان سيونګ سوك تقرري د ټيكنالوجي، جدت او كاروباري څانګو كښې د هغې د نوموړي قيادت څركندونه ده۔دي …

اسلام آباد 01 جولائي  (اے پي پي) وړومبۍ ميرمن او د قامي اسمبلۍ غړي بي بي آصفه بھټو زرداري هان سيونګ سوك له د جمهوريه كوريا وزيرِاعظم په حيث په تقررۍ مباركي وركړه۔د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه د شورو په ورځ جاري شوې بيان له مخې وړومبۍ ميرمن ووئيل د هان سيونګ سوك تقرري د ټيكنالوجي، جدت او كاروباري څانګو كښې د هغې د نوموړي قيادت څركندونه ده۔دي ووئيل دا تقرري د قيادت او اولسي خدمت كښې د ميرمنو كردار زياتولو پلو مهمه كاميابي ده۔ وړومبۍ ميرمن ووئيل پاكستان و د عالمِ اسلام وړومبۍ ميرمني وزيرِاعظمي شهيدي بے نظير بھټو لور او د پاكستان وړومبۍ ميرمن په حيث زما لپاره دا يو جلا اعزاز او د فخر خبره ده چې زه د جمهوريه كوريا وزيرِاعظمي هان سيونګ سوك له د جمهوريه كوريا وزيرِاعظمي په جوړېدو مباركي وركوم۔ آصفه بھټو زرداري د كوريا وزيراعظمي لپاره مهمو قامي فرائضو ترسره كولو كښې د هر ممكنه كاميابۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وړومبۍ ميرمني باور ولرو چې د جدت طرازۍ ودې او د كوچنۍ او مينځنۍ درجې كاروباري ادارو سرپرستۍ په اړه  د هان سيونګ سوك پراخه تجربه به د جمهوريه كوريا پرله پسې پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم كردار ترسره كړي