حكومت د تجديد وړ توان، جديد ټيكنالوجي او د انفراسټركچر په څانګو كښې د غير ملكي سرمايه كارۍ هركلے كوي ۔ د تجارت وفاقي وزير

اسلام آباد 01 جولائي  (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئيلي دي حكومت د تجديد وړ توان، جديد ټيكنالوجي او د انفراسټركچر په څانګو كښې د غير ملكي سرمايه كارۍ هركلے كوي او سرمايه كارو لپاره پاك، مستحكم او كاروبار دوسته ماحول وركولو له لوظي دے۔د تجارت وزارت وياند له مخې د دې خيالاتو څرګندونه  ده د شورو په ورځ د كوريا پاور كمپني (KOEN) چيف …

اسلام آباد 01 جولائي  (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئيلي دي حكومت د تجديد وړ توان، جديد ټيكنالوجي او د انفراسټركچر په څانګو كښې د غير ملكي سرمايه كارۍ هركلے كوي او سرمايه كارو لپاره پاك، مستحكم او كاروبار دوسته ماحول وركولو له لوظي دے۔د تجارت وزارت وياند له مخې د دې خيالاتو څرګندونه  ده د شورو په ورځ د كوريا پاور كمپني (KOEN) چيف ايګزيكټو آفيسر كم من ينګ سره خبرو كښې وكړه۔ ملاقات كښې د پاكستان هائيډرو پاور سيكټر كښې د كوريا سرمايه كارۍ ، سوات كښې د روانو پن بجلي منصوبو او د هغې په پيش رفت د خيالاتو څرګندونه وشوه۔پلاوي وفاقي وزير له په پاكستان كښې د كمپنۍ په سرمايه كارۍ، روانو پروژو او فنانسنګ انتظامات بريفنګ وركولو كښې ووئيل كمپني په سوات كښې د  229 ميګاواټ اسريت كيډم او د 238 ميګاواټ كالام اسريت هائيډرو پاور په منصوبو كار كوي۔دې منصوبو لپاره نزدې د يو ارب امريكائي ډالرو د  فنانسنګ انتظام هم شوے۔د تجارت وفاقي وزير په پاكستان كښې د كورياﺀ پاور كمپني (KOEN) پرله پسې خوښي لرلو او  سرمايه كارۍ باور ستائيلو سره ووئيل حكومت غير ملكي سرمايه كارو له هر ممكن سهولت وركولو له اړوندو ادارو سره بشپړه مرسته كوي۔ده كمپنۍ ته په پېښو چارو اړوندو ادارو سره د رابطې او ممكنه مرستي هم باور وركړو۔