اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقی وزیر ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي سندھ طاس لوظنامې ترمخه د پاکستان د اوبو حقونو ته په نړيواله كچه قانونی تحفظ ترلاسه دے،د پاکستان د اوبو حقونه زمونږ د قامی سلامتیا يوه برخه ده۔د نهي په ورځ په ایکس خپل يو بيان كښې ده ووئيل نن د سندھ طاس لوظنامې په اړه نړيوال سیمینار كښې مهمي خبري …
سندھ طاس لوظنامې ترمخه د پاکستان د اوبو حقونو ته په نړيواله كچه قانونی تحفظ ترلاسه دے۔طارق فضل چوہدری

مزید خبریں
اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقی وزیر ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي سندھ طاس لوظنامې ترمخه د پاکستان د اوبو حقونو ته په نړيواله كچه قانونی تحفظ ترلاسه دے،د پاکستان د اوبو حقونه زمونږ د قامی سلامتیا يوه برخه ده۔د نهي په ورځ په ایکس خپل يو بيان كښې ده ووئيل نن د سندھ طاس لوظنامې په اړه نړيوال سیمینار كښې مهمي خبري وشوې،په سیمینار كښې په ښكاره ډول د دې خبرې پخلے وشو چې كومه هم نړيواله لوظنامه په يو اړخيزه ډول معطل كيدې نشي۔ده ووئيل پاکستان د خپلي خپلواكۍ او جائز قامی حقونو تحفظ له لوظي دے، پاکستان امن، معنی لرونكو خبرو او په قواعد اډانه نړيوال نظام باندې غیرمتزلزل باور لري،سيمه ايز استحکام هغه وخت ممكن دے كله چې د نړيوالو لوظ نامو او لوظونو احترام وكړے شي۔ده ووئيل د يو اړخيزه اقدامات د لارې د نړيوالو لوظ نامو د کمزوري كولو هڅي د نه قبلولو وړ دي۔









