د هند د اړخه د اوبو معلومات ايسارول او د پاكستان د خطونو ځواب نه وركول  د نړيوال قانون خلاف ورزي ده ٬  د امرېكې ليكواله لاري واټكنز

  اسلام آباد ز30 جون (اے پي پي)  د امرېكې ليكوالې او د نړيوالې پالېسۍ كار پوهې  لاري واټكنز  وئېلې دي د هند د اړخه  د دريابونو بهېدو په اړه  شمېرې ايسارول او د پاكستان د ليكلو مراسلو ځواب نه وركول د ڼړيوال قانون د اصولو خلاف ورزي ده  او كوم هم رياست د كومې لوظ نامې په معطل كولو د خپلو نړيوالو ذمه وارو څخه لاس په سر كېدې …

 

اسلام آباد ز30 جون (اے پي پي)  د امرېكې ليكوالې او د نړيوالې پالېسۍ كار پوهې  لاري واټكنز  وئېلې دي د هند د اړخه  د دريابونو بهېدو په اړه  شمېرې ايسارول او د پاكستان د ليكلو مراسلو ځواب نه وركول د ڼړيوال قانون د اصولو خلاف ورزي ده  او كوم هم رياست د كومې لوظ نامې په معطل كولو د خپلو نړيوالو ذمه وارو څخه لاس په سر كېدې نشي٬ د قانوني لوظ نامو ويانه كنونشن تر مخه په لوظ نامو په نېك نيتۍ سره  عمل كول پكار دے ۔ د نهې په ورځ  د اسلام آباد جناح كنونشن سېنېټر كښې د انسټېټيوټ آف ريجنل اسټديز (آئې آر ايس )  تر سېوري لاندې  د٬٬ سنده طاس لوظنامه ٬ د امن او سيمه ايز استحكام يوې زريعې٬٬ په سر خط  نړيوال سېمېنار ته  وېنا كښې دې ووئېل نن زمونږ لپاره په دې موضوع خبره كول د خوشحالۍ خبره ده او د خپلو خبرو پېل د يو داسې حقيقت نه كول غواړم  د كوم نه چې ټول خبر دي  چې  سنده طاس لوظ نامه  د نړيوالې سفارتكارۍ  د حقيقي كاميابيو  څخه يوه ده ۔ دې ووئېل   دا لوظ نامه د يو ډېر مشكل مقصد لپاره شوې وه او د 60 كالو نه تر زياتې مودې به موثر ډول يې كار كولو ۔  دې ووئېل په ګرده نړۍ كښې د سيندونو په اړه  لوظنامې  د شخړو مخ نيوي لپاره  كېږي   او مستقل انډس كمېشن  د نړيوال معيار  ت رمخه  يوه غېر معمولي او د قدر وړ اداره ده۔ دې ووئېل   د لوظ نامې تر مخه  د شرېكې معائنې  او د شخړو هواري لپاره   يو مرحله وار نظام مقرر كړے شوے ۔ لارې واټكنز ووئېل  پاكستان د چناب درياب  د اوبو بهېدو په اړه  خطونه لېږلي  خو هند د دريابونو  غېر مستقل بهېدو  په اړه  معلومات او شمېرې نه دي وركړي  او د پاكستان د ليكلو مراسلو ځواب يې هم نه دې وركړے ۔

مزید خبریں