پاكستان ته د اوبو وركړې د كوم هم كمي سره به كركيله ٬ غذائي تحفظ او معيشت سخت وځپلے شي ٬ ډاكټر روكسو لا نازيګون

  اسلام آباد ۔30 جون (اے پي پي)  ماسكو كښې د يو ډبليو سي سائنټفك سېنټر  فار انټر نېشنل اېنډ سټېټېجك  سټډيز مشر ډاګتر روګسو لانازيګون  وئېلي دي  پاكستان ته د اوبو وركرې د كوم هم كمي سره به په  كركيله ٬ غذائي تحفظ  او په مجموعي  معيشت سنګين اثرات  مرتب شي۔ د نهې په ورځ  جناح كنونش سېنېټر كښې د انسټيټويټ آف ريجنل اسټډيز  تر سېوري لاندې د  سنده …

 

اسلام آباد ۔30 جون (اے پي پي)  ماسكو كښې د يو ډبليو سي سائنټفك سېنټر  فار انټر نېشنل اېنډ سټېټېجك  سټډيز مشر ډاګتر روګسو لانازيګون  وئېلي دي  پاكستان ته د اوبو وركرې د كوم هم كمي سره به په  كركيله ٬ غذائي تحفظ  او په مجموعي  معيشت سنګين اثرات  مرتب شي۔ د نهې په ورځ  جناح كنونش سېنېټر كښې د انسټيټويټ آف ريجنل اسټډيز  تر سېوري لاندې د  سنده طاس لوظ نامه  د امن او سيمه ايز استحكام يوې زريعې٬٬  په موضوع  نړيوال سېمينار ته خطاب كښې  دي ووئېل  پاكستان د چناب درياب د اوبو بهيدو كښې د غېر معمولي كمي زياتي په اړه څو وارې د هند په وړاندې احتجاج  رېكارډ كړے دے ۔ دي ووئېل  كه د آبي انتظام په اړه  اندېښنې د سنده طاس لوظ نامه كښې د  تر سره شوي طريقه كار   تر مخه لرې نه كړې شوې نو د هند  په پورته دريابي سيمو كښې  د بندونو جوړولو  سره د سيمه ايز استحكام نشتوالے  رامخې ته كېدې شي ٬ د پاكستان موقف وړاندې كولو سره ده ووئېل د 1960 سنده طاس لوظنامه  هغسې  په بشپره توګه موثر ٬ نافذ العمل او په قانوني توګه  پابنده لوظ نامه ده ۔ ده خبردارے وركړو چې د لوظ نامې په يو اړخيزه توګه معطل كول نه يوازې  پاكستان او هند  بلكې د ګردې سوئېلې اسيا  لپاره د سلامتيا سنګين او انساني نتائج رامخې ته كېدې شي ۔

مزید خبریں