هند سندھ طاس لوظ نامې په اړه يوه پرېكړه هم په يو اړخيزه توګه نشي كولې۔ حنا رباني کھر

  اسلام آباد 30 جون (اے پي پي)  پخوانۍ خارجه وزيرې او د پاکستان پيپلز پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړې حنا رباني کھر وئيلي دي  هند د سندھ طاس  لوظ نامې  يوه پرېكړه هم په يو اړخيزه توګه نشي كولې، د اروپائي هېوادونو پشمول نور هېوادونه بايد د مسئلې په هواري كښې كردار ولوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د نهې په ورځ د سندھ طاس لوظنامې په موضوع نړيوال …

 

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي)  پخوانۍ خارجه وزيرې او د پاکستان پيپلز پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړې حنا رباني کھر وئيلي دي  هند د سندھ طاس  لوظ نامې  يوه پرېكړه هم په يو اړخيزه توګه نشي كولې، د اروپائي هېوادونو پشمول نور هېوادونه بايد د مسئلې په هواري كښې كردار ولوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د نهې په ورځ د سندھ طاس لوظنامې په موضوع نړيوال سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړه٬   دې ووئيل  يو هېواد هم د شريكې لوظنامې٬ نړيوال قوانين او روايات څخه په يو اړخيزه توګه سرغړونه نشي كولې۔ دې ووئيل  هند يو درغله هېواد دے،  هغه يو ټول تهذيب ختمول غواړي خو داسې ممكن نه ده۔ دې ووئيل د سندھ طاس لوظ نامه په آرټيکل 12 كښې واضحه دي چې په شريك توثيق په سندھ طاس  لوظ نامه كښې بدلون كېدې شي۔ دې ووئيل  هند د ثالثۍ په نړيوال عدالت كښې تسليم كړې ده چې د دې لوظنامې په اړه يو هېواد هم تنها پرېكړه نشي كولې۔  حنا رباني كهر ووئيل  سندھ طاس  لوظ نامه يو مثالي او تل پاتې لوظنامه ده۔ دې ووئيل د پاکستان او هند پشمول نور هېوادونه د موسمياتي بدلون سره مخ دي خو ولې عامو خلقو ته د اوبو محفوظ وركړه باوري كول ضروري ده۔ دې ووئيل د اروپائي هېوادونو پشمول نور هېوادونه بايد د مسئلې په هواري كښې كردار ولوبوي۔

مزید خبریں