ګوئټه ۔30 جون (اے پي پي) د وفاقي آئينې عدالت پاكستان جج جسټس روزي خان بړيڅ وئېلي دي اولس ته په وخت ٬ ارزان او آسان انصاف وركوو لپاره د وفاقي آئيني عدالت كوئټه رجسټري كښې د مقدمو اورېدل پېل شوي دي او ججان به هره مياشت په كوئټه كښې د مقدمو اورېدنه كوي ٬ دغسې چې سائلين ته د اسلام آباد ګران او اوږد مزل څخه خلاصے تر لاسه …
د وفاقي آئينې عدالت ججان به هره مياشت كوئټه كښې مقدمې اوري ٬ اولس ته به په خپله درشل ارزان او په وخت انصاف تر لاسه كېږي٬ جسټس روزي خان بړيڅ

مزید خبریں
ګوئټه ۔30 جون (اے پي پي) د وفاقي آئينې عدالت پاكستان جج جسټس روزي خان بړيڅ وئېلي دي اولس ته په وخت ٬ ارزان او آسان انصاف وركوو لپاره د وفاقي آئيني عدالت كوئټه رجسټري كښې د مقدمو اورېدل پېل شوي دي او ججان به هره مياشت په كوئټه كښې د مقدمو اورېدنه كوي ٬ دغسې چې سائلين ته د اسلام آباد ګران او اوږد مزل څخه خلاصے تر لاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د بلوجستان هائي كورټ بار ايسوسي ايشن د اړخه په سپريم كورټ رجسټري كښې د وفاقي آئيني عدالت ججانو په درناوي كښې وركرې شوې ټي پارټي ته خطاب كښې وكړه ۔ په دستوره كښې د وفاقي آئيني عدالت ججانو جسټس سيد ارشد حسېن شاه ٬ چيف جسټس محمد كامران خان ملاخېل ٬ جسټس محمد عامر نواز رانا او د بلوچستان هئاي كورټ بار صدر مير عطاﺀ الله لانګو او عهدېدارو پشمول سينئر وكيلان علي احمد كرد ٬ ميا محمد روف عطا او نور وكيلان موجود وو ۔ جسټس روزي خان ووئېل د بلوجستان اولس د مزل ستونزو تر مخه وفاقي يئيني عدالت په كوئټه كښې خپل رجسټري جوړه كړې او د مقدمو اورېدو رسمي پېل شوے دے ٬ ده ووئېل د سائلين زيات مصرف پورته كولو سره اسلام آباد ته تلل ممكن نه دي ٬ ځكه عدالت اولس ته په درشل انصاف وركولو لپاره دلته راځي ۔دستورې ته چيف جسټس كامران خان ملاخېل خپل خطاب كښې د وفاقي آئيني عدالت بلوجستان ته د راتګ هر كلے وكړو او هيله يې څرګنده كړې چې د دوي راتګ سره به اولس ته د انصاف وركلوو نظام لا موثر او اولس دوسته شي










