اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د اسلامي نظرياتي کونسل غونډه د چيئرمين ډاکټر راغب حسين نعيمي په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې حافظ طاهر اشرفي، علامه افتخار حسين نقوي او نورو ګډون كولو۔ ډاکټر راغب حسين نعيمي د غونډې په مهال ووئيل اسلامي نظرياتي کونسل د ايران امريکې په جنګ بندۍ كښې د پاکستان د سفارتي کردار ستائنه كوي ، د پاکستان ښې سفارتکارۍ په سبب د امن …
د اسلامي نظرياتي کونسل غٶنډه، د پاکستان سفارتکاري ستائنه كولو سره د متنازعه موادو په ضد د مؤثره اقدامات غوښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د اسلامي نظرياتي کونسل غونډه د چيئرمين ډاکټر راغب حسين نعيمي په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې حافظ طاهر اشرفي، علامه افتخار حسين نقوي او نورو ګډون كولو۔ ډاکټر راغب حسين نعيمي د غونډې په مهال ووئيل اسلامي نظرياتي کونسل د ايران امريکې په جنګ بندۍ كښې د پاکستان د سفارتي کردار ستائنه كوي ، د پاکستان ښې سفارتکارۍ په سبب د امن لوظنامه ممكن شوه ، ګرده نړۍ د پاکستان د سفارتي کردار ستائنه كوي۔ ده ووئيل د محرم الحرام په وړومبۍ عشره كښې امن او امان په ځاے ساتلو كښې د وفاقي و صوبائي حکومتونو، سکيورټي فورسز،علماء کرام او د قامي پيغام امن کميټۍ کردار د ستائنې وړ دے٬ کونسل په کراچۍ كښې د رينجرز کيمپ پشمول نورو ځايونو كښې د بريدونو غندنه كولو سره شهيدانو ته سلام كوي او د دوي قربانيو ته په درنه سترګه ګوري









