رياض 30 جون (اے پي پي) سعودي عرب په سوريه كښې د اسرائيلي قابضو ځواكونو د اړخه د نړيوال قانون د پرله پسې خلاف ورزۍ ٬ دراندازۍ او په قنيطره او درعا ګورنريټ د ګولو ورولو سخته غندنه كړې ده ۔ د ارودو نيوز ترمخه د سعودي خارجه وزارت تېره ورځ بيان كښې ووئېل مونږ د اسرائيل لخوا د بې ګناه وګړو ځورولو ٬ د نړيوال قوانين او اصولو …
سعودي عرب په سوريه د اسرائيلي دراندازۍ ٬ بريد غندنه وكړه

مزید خبریں
رياض 30 جون (اے پي پي) سعودي عرب په سوريه كښې د اسرائيلي قابضو ځواكونو د اړخه د نړيوال قانون د پرله پسې خلاف ورزۍ ٬ دراندازۍ او په قنيطره او درعا ګورنريټ د ګولو ورولو سخته غندنه كړې ده ۔ د ارودو نيوز ترمخه د سعودي خارجه وزارت تېره ورځ بيان كښې ووئېل مونږ د اسرائيل لخوا د بې ګناه وګړو ځورولو ٬ د نړيوال قوانين او اصولو خلاف ورزۍ په بشپړه توګه مسترد كوي ۔ بيان كښې مملكت د اسرائيل د اړخه د سوريه د خود مختارۍ د خلاف ورزيو مخ نيوي او د 1974 د لوظ نامې په اهميت زور راوړو د كومې څخه چې د منطقې سلامتيا او استحكام برقرار دے ۔ وزارت بيان كښې د سوريه د خود مختارۍ او د هغوي د خاورې اتحاد لپاره د خپلې مرستې پخلے وكړو۔








