پېښور 30 جون (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی وئيلي دي پاکستان د مسئلو حل ، د نوكرو پيدا كولو او د هېواد پرمختګ كښې برخه اخستونكو ګریجویټس ته اړتيا لري ، د امریکې او ایران ترمينځه امن كښې په کردار ترسره كولو سول و عسکری قیادت د مبارکۍ مستحق دے۔د دې خيالاتو څرګندونهه ده د نهي په ورځ د غلام اسحاق خان انسټیټیوټ صوابۍ كلن …
پاکستان د مسئلو حل ، د نوكرو پيدا كولو او د هېواد پرمختګ كښې برخه اخستونكو ګریجویټس ته اړتيا لري ۔د سېنېټ چیئرمېن

مزید خبریں
پېښور 30 جون (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی وئيلي دي پاکستان د مسئلو حل ، د نوكرو پيدا كولو او د هېواد پرمختګ كښې برخه اخستونكو ګریجویټس ته اړتيا لري ، د امریکې او ایران ترمينځه امن كښې په کردار ترسره كولو سول و عسکری قیادت د مبارکۍ مستحق دے۔د دې خيالاتو څرګندونهه ده د نهي په ورځ د غلام اسحاق خان انسټیټیوټ صوابۍ كلن کانووکیشن كښې د خاص ميلمه په حيث وينا كښې وكړه۔ د سېنېټ چیئرمېن یوسف رضا ګیلانی ووئيل د صدر آصف علي زرداري د اړخه غلام اسحاق خان انسټیټیوټ په كلنه کانووکیشن كښې زما دلته موجودګی ما لپاره د درناوي خبره ده،ټول ګریجویټ شوو له مباركي وركوم،دا کامیابی ستاسو د محنت نتیجه ده۔ ستاسو واليدين او استاذانو ته مباركي وركوم د چا په سوب چې تاسو دا کامیابی ترلاسه كړي۔ده ووئيل دا عظیمه تعلیمی اداره په پاکستان كښې د اعلیٰ تعلیم وده كښې مهم كردار ترسره كوي،دا د وياړ خبره ده چې دا اداره کمپیوټنګ، انجینئرنګ، سائنس، ټیکنالوجي او د مینجمنټ په ميدان كښې د وړومبي صف کردار ترسره كوي۔ده ووئيل غلام اسحاق خان انسټیټیوټ د نولج اکانومي وده كښې لوئې كردار لري، هغه هېوادونه كوم چې علم ته اهميت وركوي هغه مخ په وړاندې ځي او كوم هېوادونه چې د جديد دور تقاضو له مخې د علم په ميدان كښې په نورو انحصار کوي هغه شاته پاتي كيږي۔ده ووئيل د پاکستان چیلنجونه ښكاره دي، مونږ له به د انحصار په ځائے پیداوار ته پام لرنه كول وي، انوویشن پلو به تلل وي او پرمختګ ته به پام لرنه كول وي چې پكښې د غلام اسحاق خان انسټیټیوټ په شان ادارې مهم كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د پوهنتونونو پيژندګلو د فارغو شوو زدكوونكو د شميري څخه نه بلکه د جدید دور تقاضو له مخې ریسرچ څخه كيږي۔ده ووئيل پاکستان نړۍ كښې په ځوانانو مشتمل تر ټولو لوي آبادي لرونكے هېواد دے د كومو شمېره چې د 60 فیصده څخه زياته ده او د كومو څخه چې استفادې کولو ته اړتيا ده او دا هغه وخت ممکن ده كله چې مونږ خپلو ځوانانو له علم و هنر وركړو۔ده ووئيل په دې موقع د پاکستان سول و عسکری قیادت ته مباركي وركوم او پيرزوئنې ورته وړاندې كوم چا چې د امریکې او ایران ترمينځه امن راوستلو كښې كردار ترسره كړو او د دغې امن عمل کامیابۍ لپاره لاس په دعا يو۔ده ووئيل دا لويه کامیابی ده او دې څخه بايد ټوله نړۍ ګټه پورته كړي۔ده ووئيل په مسلمانانو د ترهه ګرۍ تور لګولے كيږي دغسې دې امن عمل څخه اوس واضحه شوي چې اسلام د امن مذهب دے، مونږ ترهه ګر نه يو بلکه امن او په مفاهمت باور لرو۔دې څخه وړاندې د سېنېټ چیئرمېن انسټیټیوټ څخه فارغو شوو زدكوونكو له اسناد وركړل او د ښې کارکردګی څرګندونه كوونكو له يې میډلز وركړل۔په دې موقع د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي، سلیم سیف الله خان، فیکلټي او نور چارواكي هم موجود وو۔دې څخه وړاندې انسټیټیوټ ته په رسيدو د سېنېټ چیئرمېن تود هركلے وكړے شو۔









