اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي سندھ طاس لوظ نامه د پاکستان د 24 كروړه اولس د ساه رګ دے، د لوظنامې يو اړخيزه معطلي يا په دې كښې بدلون ممكن نه دے، هند د لوظ نامې د يو اړخيزه معطلۍ ناكامه هڅې كړې دي٬ چې له مخې ئې په بېلو نړيوالو فورمز شرمندګۍ سره مخ شوے٬ پاكستان …
سندھ طاس لوظ نامه د پاکستان د 24 كروړه اولس د ساه رګ دے، د لوظنامې يو اړخيزه معطلي يا په دې كښې بدلون ممكن نه دے۔ وفاقي وزير عطاء الله تارړ
اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي سندھ طاس لوظ نامه د پاکستان د 24 كروړه اولس د ساه رګ دے، د لوظنامې يو اړخيزه معطلي يا په دې كښې بدلون ممكن نه دے، هند د لوظ نامې د يو اړخيزه معطلۍ ناكامه هڅې كړې دي٬ چې له مخې ئې په بېلو نړيوالو فورمز شرمندګۍ سره مخ شوے٬ پاكستان به د اوبو د حق تحفظ لپاره هر ډول اقدامات كوي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ په جناح کنونشن سينټر كښې “سندھ طاس لوظنامه ، د صلحې او د سيمه ايز استحكام مهمې ذريعې” په سرخط د نړيوال سېمينار پرانستې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د دفاع وزير خواجه محمد آصف، پخوانې وفاقي وزير خرم دستګير، د نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ پخوانې صدر ليفټينټ جنرل (ر) عامر رياض، د انسټيټيوټ آف ريجنل سټډيز صدر ايمبيسيډر جوهر سليم، د قانون پخوانې وفاقي وزير احمد بلال صوفي، د انډس واټر ټريټي کمشنر سيد مهر علي شاه پشمول د اوبو نړيوالو پوهان هم موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ يوازې په سندھ طاس لوظ نامه خبرې نه كوو بلکې د پاکستان د 24 كروړه اولس د شه په رګ خبرې كوٶ۔ د وادي سندھ تهذيب زمونږ د قامي شناخت بنياد او د قام په حېث زمونږ پېژندګلې ده ٬ مونږ د دې عظيم تهذيب وارثان يو۔ ده ووئل اوبه ژوند دے او اباسين درياب پاكستان ته ژوند بخښلے دے۔ ده ووئيل اباسين زمونږ د ساه رګ دے او د پاکستان 24 کروړه اولس په دې اوبو يو ناقابل تنسيخ حق لري۔ ده ووېيل پاكستان لپاره اوبه يوازې يوه وسيله نه ده بلكې د ژوند مسئله ده، د اباسين آبي نظام د پېړيو راهسې د نړۍ تر ټولو زړو تهذيبونو كښې د يو آبياري كوي۔ ده ووئيل د ګلګت بلتستان د جګو غرونو نه د پنجاب او سندھ تر خېرازه مېدانونو دا اوبه مونږ جغرافيه او تاريخ سره تړي ۔ وفاقي وزير ووئيل په كال 1960 كښې د سندھ طاس تړون په نړيوالو اړيكو كښې يو ځانګړے مقام لري٬ د نړيوال بينک په سرپرستي كښې شوې دا لوظنامه د جنګونو٬ سياسي شېپلنګ او د اوږد مهاله تاٶ تريخوالي باوجود قائم و دائم پاتې ده۔ ده ووئيل د شپږو لسيزو نه تر زياتې مودې د دې لوظ نامې مضبوطيا د دې حقيقت عکاس ده چې مرسته، مکالمه او د نړيوالو لوظونو پالنه هم د امن يوازنۍ تل پاتې لاره ده٬ دا لوطنامه په قواعدو اډانه د نړيوال نظام يو ځانګرے مثال دے كوم چې د نېك نيتۍ په اصول، د لوظنامې احترام او سوله ايزې طريقې څخه د شخړو د هواري عكاسي كوي۔ ده ووئيل دا يوازې قانوني تصورات نه دي بلكې ھغه بنيادونه دي چې پرې باور قائم دے۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم شهباز شريف، فيلډ مارشل سيد عاصم منير او د دفاع وزير خواجه محمد آصف په بېلو موقعو واضحه كړې ده چې پاکستانيانو ته د اباسين په اوبو حق ترلاسه دے او د سندھ طاس په لوظنامه كښې خو نه په يو اړخيزه توګه بدلون كېدې شي او دا منسوخ٬ معطل يا غېر موثره كېدې شي۔ عطاء الله تارړ ووئيل دا لوظنامه په رضامندۍ سره شوې او په دې كښې هر ډول بدلون يا نظرثانۍ لپاره هم رضامندي پكار ده۔ وفاقي وزير ووئيل دا مهال كله چې د ماحولياتي بدلون رفتار تندېږي، ګليشيئرز په غير معمولي رفتار سره ويلي كېږي او د اوبو كمے زمونږ د زمانے يو لوي چېلنج جوړېږي٬ د دې لوظنامې د تحفظ ضرورت لا زيات شوے دے۔ ده ووئيل د دې ضرورت له مخې نن په دې فورم كښې نړيوال پوهان راغونډ كړې شوي دغسې چې د اوبو په قدر، ماحولياتي بدلون، د اوبو په کمي او د ټولو نه زيات د سندھ طاس لوظ نامې په اهميت خبرې وكرې شي۔ ده ووئيل سوئيلي آسياء د نړۍ د آبادۍ د څلورمې برخې مسکن ده٬ زمونږ اجتماعي سباون په دې خبره منحصر دے چې مونږ د اوبو شخړې د مرستې په ذريعو بدلې كړو۔ ده ووئيل تاريخ دا سبق راكوي چې دريابونه تهذيبونه نه تقسيموي بلكې دوي يو بل سره تړي۔ ده ووئيل د دريابونو سرحدونه د سياست او نسلونو نه پرته دي۔ ده ووئيل فطرت پولې نه تسليموي او د انسانيت د مشترکه چيلنجز د مشترکه حل متقاضي دي۔ ده ووئيل اوبه د وسلې په توګه استعمالول يا په شوو انتظاماتو كښې يو اړخيزه د بدلون هڅې نه يوازې سيمه ايز امن و استحكام ته زيان رسولې شي بلكې نړيوال قانوني فرېم ورك هم متاثره كوي۔ ده ووئيل پاکستان عمر له د سولئيزو روابط، ګټورې مکالمې او د لوظنامو ديانتداره نفاذ لپاره عزم لري خو كه د پاكستان د اوبو لارې نيولو هڅه وشوه نو زمونږ قامي قيادت د پاکستانېانو د اوبو حق خوندي ساتلو لپاره د موثره ځواب وركولو په عزم ولاړ دے۔ ده ووئيل د اطلاعات او خپرونو وزارت په دې تناظر كښې د ميډيا او ستراتېژك کميونيکيشن كردار تسليموي٬ د ناسمه معلوماتو او د ګمراه کونكې بيانيې په دور كښې ضروري ده چې حقائق په ناسمه بيانيه او رښتيا په پروپيګنډه غالب وي۔ ده ووئيل ذمه واره ه ميډيا افهام و تفهيم، امن او د اعتماد سازۍ اقداماتو ته په ودې وركولو كښې مهم كردار لوبولې شي۔ ده ووئيل د ننني سيمينار د لارې د ګردې نړۍ نوموري پاليسي ساز، قانوني پوهان، د تعليم پوهان او پروفيشنل كسان راجمع دي او د دوي اجتماعي بصيرت او آرا به يقيناً زمونږ پوهه لا زياتولو سره د دې مهمې نړيوالې لوظنامې تحفظ او مضبوطيا لپاره د قدر وړ سفارشات جوړولو كښې مرسته وكړي۔ ده ووئيل نن مونږ له د دې عزم پخلې پكار دے چې مونږ به په هر صورت د دې لوطنامې د حرمت تحفظ كوٶ بلكې د پاکستان د 24 کروړه اولس د اباسين په اوبو د ناقابل تنسيخ حق تحفظ لپاره به هم هر ممكنه اقدام كوٶ ۔ وفاقي وزير ووئيل د پاکستان اولس زياتره په كركيله انحصار لري٬ زراعت زمونږ د هېواد د ملا تير دے ۔ ده ووئيل مونږ د ماحولياتي بدلون په څېر چېلنجز سره مخ يو خو مونږ له نن دا لوظ پكار دے چې دا لوظنامه به برقرار وي او پاکستان اباسين سره د تړلو پاكستانيانو د معاش ذريعه او د ژوند تحفظ لپاره په خپل عزم ثابت قدم ولاړ دے۔










