اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقی وزیر ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي د ثالثۍ نړيوال عدالت وئيلي دي هند د پاكستان د اوبو په برخه د اوبو پانګي نه شي جوړولې،كه سندھ طاس لوظ نامه ناکامه شوه نو د هغې اثرات به يواځې تر پاکستان محدود نه وي بلكه د نړۍ هر هغه هېواد ته خطر پېښيدے شي كوم چې په بره او لاندي دریابي …
د سندھ طاس لوظ نامې ترمخه هند په يو اړخيزه توګه د اوبو مخ نه شي اړولے۔مصدق ملك
اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقی وزیر ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي د ثالثۍ نړيوال عدالت وئيلي دي هند د پاكستان د اوبو په برخه د اوبو پانګي نه شي جوړولې،كه سندھ طاس لوظ نامه ناکامه شوه نو د هغې اثرات به يواځې تر پاکستان محدود نه وي بلكه د نړۍ هر هغه هېواد ته خطر پېښيدے شي كوم چې په بره او لاندي دریابي نظام انحصار لري،هند زمونږ د اوبو په مخه كښې په خنډانو راولاړولو سره آلودګی پیدا کونكے د نړۍ دريم لويې هېواد دے، د سندھ طاس لوظ نامې ترمخه هند په يو اړخيزه ډول د اوبو مخ نه شي اړولې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ اسلام آباد كښې سندھ طاس لوظنامې په سرخط نړيوال سیمینار ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل سندھ طاس لوظ نامه د نړۍ تر ټولو قوي لوظ نامو كښې يوه ده،د اوبو مسئله د نشتوالي يا بهېدو نه ده،د کنټرول ده، پاکستان د لويو سبلابونو سره مخ شوے ، دا ماحولیاتی مسئله نه ده ، دا د انصاف معامله ده، ده ووئېل پاکستان كښې د زياتره طبقو د معاش زريعه په كر كبله ده كومه چې د اوبو سره تعلق لري۔ وفاقی وزیر ووئيل د اوبو كمي له امله پاکستان كښې كروندګر په كر كيله پرېښودو مجبورېږي دغسې د دې اثرات يواځې تر پاکستان محدود نه دي بلكه د بنګله دېش پشمول لاندي هېوادونه هم د دې له امله ځپلې كيږي۔د نیل درياب وي ، فرات یا اباسين، د نړۍ په بيلو سيمو كښې د اوبو په اړه چیلنجونه يو شان دي،ځكه دا مسئله يواځې د يو هېواد نه بلكه د نړيوال اهميت ده۔ده ووئيل په مراله هیډ ورکس چې كله د هند د اړخه لږې اوبه راپرېښودلې كيږي او كله په سمدستي توګه سېلاب راځي چې ورسره واضحه شوې چې اصل مسئله د موسمیاتی بدلون نه بلكه د اوبو په بهېدو د كنټرول ده،اوبه د وسلې په توه كارول د سيمي امن او استحکام لپاره خطرناك رجحان دے۔ډاكټر مصدق ملك ووئيل هند نه يواځې د پاکستان د برخي اوبو د بهېدو د متاثره كولو هڅي كوي بلكه نړۍ كښې آلودګی خپرونكې لويو هېوادونو كښې هم شامل دے۔وفاقی وزیر ووئيل سندھ طاس لوظ نامه د نړۍ تر ټولو قوي نړيوالو لوظ نامو كښې شميرلې كيږي او دا د پاکستان او هند ترمينځه د درېو جنګونو باوجود برقرار وه۔ده ووئيل كه دومره قوي لوظ نامه هم برقرار نه شي پاتي كيدې نو بيا د نړۍ كومه هم نړيواله لوظ نامه به محفوظ نه وي ۔ده ووئيل پاکستان د خپلو اوبو د حقونو تحفظ لپاره د ثالثۍ نړيوال عدالت ته رجوع كړي چرته چې عدالت څو واري ښكاره پريكړې كړي۔نړيوال عدالت وئيلي دي كوم هم هېواد سندھ طاس لوظ نامه په يو اړخيزه ډول معطل یا ختمولې نشي او نه د پاكستان د برخي دريابونو د بهېدومخ بل خوا ګرځولې شي او نه په هغې د اوبو پانګي جوړيولې شي كه داسې وشوه نو دا به د لوظ نامې خلاف ورزی وي۔ده د افسوس څرګندونه وكړه چې هند د ثالثی عدالت پريكړو منلو څخه هم ډډه كوي ۔ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك ووئيل كه سندھ طاس لوظ نامه ناکامه شوه نو د دې اثرات به يواځې تر پاكستان محدود نه وي بلكه د نړۍ هر هغه هېواد ته به هم خطر وي كوم چې په بره يا لاندي دریابي نظام انحصار لري۔ده ووئيل دا يواځې د پاکستان مسئله نه ده بلكه د اوبو د نړيوال تحفظ، نړيوال قانون او نړيوال امن معامله ده۔










