سندھ طاس لوظ نامه د پاکستان د 24 كروړه اولس د ساه رګ دے، د لوظنامې يو اړخيزه معطلي يا په دې كښې بدلون ممكن نه دے۔ وفاقي وزير عطاء الله تارړ

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي سندھ طاس لوظ نامه د پاکستان د 24 كروړه اولس د ساه رګ دے، د لوظنامې يو اړخيزه معطلي يا په دې كښې بدلون ممكن نه دے،  هند  د لوظ نامې د يو اړخيزه معطلۍ ناكامه هڅېكړې دي٬ چې له مخې ئې په بېلو نړيوالو فورمز شرمندګۍ سره مخ شوے٬ پاكستان به …

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي سندھ طاس لوظ نامه د پاکستان د 24 كروړه اولس د ساه رګ دے، د لوظنامې يو اړخيزه معطلي يا په دې كښې بدلون ممكن نه دے،  هند  د لوظ نامې د يو اړخيزه معطلۍ ناكامه هڅېكړې دي٬ چې له مخې ئې په بېلو نړيوالو فورمز شرمندګۍ سره مخ شوے٬ پاكستان به د اوبو د حق تحفظ لپاره  هر ډول اقدامات كوي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ په جناح کنونشن سينټر كښې  “سندھ طاس لوظنامه ، د صلحې او د سيمه ايز استحكام مهمې ذريعې” په سرخط د نړيوال سېمينار پرانستې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د دفاع وزير خواجه محمد آصف، پخوانې وفاقي وزير خرم دستګير، د نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ پخوانې صدر ليفټينټ جنرل (ر) عامر رياض، د انسټيټيوټ آف ريجنل سټډيز صدر ايمبيسيډر جوهر سليم،  د قانون پخوانې وفاقي وزير احمد بلال صوفي، د انډس واټر ټريټي کمشنر سيد مهر علي شاه پشمول د اوبو نړيوالو پوهان هم موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ يوازې په سندھ طاس لوظ نامه خبرې نه كوو بلکې د پاکستان د 24 كروړه اولس د شه په رګ خبرې كوٶ۔ د وادي سندھ تهذيب زمونږ د قامي شناخت بنياد او د قام په حېث زمونږ پېژندګلې ده ٬ مونږ د دې عظيم تهذيب وارثان يو۔ ده ووئل   اوبه ژوند دے او اباسين درياب پاكستان ته ژوند بخښلے دے۔ ده ووئيل اباسين زمونږ د ساه رګ دے او د پاکستان 24 کروړه اولس  په دې اوبو يو ناقابل تنسيخ حق لري۔ ده ووېيل پاكستان لپاره اوبه يوازې يوه وسيله نه ده بلكې د ژوند مسئله ده، د اباسين آبي نظام د پېړيو راهسې د نړۍ تر ټولو زړو تهذيبونو كښې د يو آبياري كوي۔