په پخواني كېس كښې نوې چارج شيټ د سياسي انتقام بدترين مثال دے، مشعال ملک

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د حريت ليډر ياسين ملك كورودانې مشعال ملك وئيلي دي چې 36 كلن پخواني كېس كښې نوې چارج شيټ د سياسي انتقام بدترين مثال دے، د مړو كسانو په نامه مقدمے د هند په عدالتي نظام سواليه نشان دے۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې مشعال ملك ووئيل چې د ياسين ملك د عمر قيد سزا په مرګ د بدلولو هڅه د …

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د حريت ليډر ياسين ملك كورودانې مشعال ملك وئيلي دي چې 36 كلن پخواني كېس كښې نوې چارج شيټ د سياسي انتقام بدترين مثال دے، د مړو كسانو په نامه مقدمے د هند په عدالتي نظام سواليه نشان دے۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې مشعال ملك ووئيل چې د ياسين ملك د عمر قيد سزا په مرګ د بدلولو هڅه د بشري حقونو سنګين خلاف ورزي ده، د دروغو مقدمې د آزادۍ د تحريك لاره نشي نيولې٬ د خپلواكۍ د حق غږ د طاقت د لارې نشي غلې كېدې۔ مشعال ملك ووئيل د کشميريانو د آزادۍ جذبه د وېرې او د تشدد د لارې نشي ختمولې كېدې، د هند عدالتي ډرامه په سمدستي توګه د نړيوالې پاملرنې متقاضي ده٬ د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو تنظيمونه دې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ مشعال ملك ووئيل خاموشي برقرار ساتل په ظلم د خاموش پاتې كېدو مترادف ده٫ د ياسين ملك په ضد مقدمات د انصاف نه بلكې د سياسي انتقام عكاسي وي