پاکستان به منطقه كښې د امن ودې لپاره خپل ګتور کردار دوامداره ساتي٬ د پارلیماني جمهوری هېواد بنیادی ستن، د اولسي هيلو حقیقي ترجماني وي، د قامي اسمبلۍ سپيكر

اسلام آباد۔29جون  (اے پي پي ) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق وئېلي دي پارلیمان د كوم هم جمهوري هېواد بنیادی ستن او د اولسي هيلو حقیقي ترجمان وي، د پارلیمان بر لاسے د  جمهوري نظام د استحکام، په آئین د عملدرآمد، د قانون واكمنۍ  او د  اولس د باور ضامن دے ، يو  فعاله، پاك او  مؤثر پارلیمان بس د اولس د مسائلو د تل پاتي حل او …

اسلام آباد۔29جون  (اے پي پي ) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق وئېلي دي پارلیمان د كوم هم جمهوري هېواد بنیادی ستن او د اولسي هيلو حقیقي ترجمان وي، د پارلیمان بر لاسے د  جمهوري نظام د استحکام، په آئین د عملدرآمد، د قانون واكمنۍ  او د  اولس د باور ضامن دے ، يو  فعاله، پاك او  مؤثر پارلیمان بس د اولس د مسائلو د تل پاتي حل او د  قامي ترقۍ بنیاد اېږدي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه  د نړيوالې پارلیمټیرین  ورځې په موقع وكړه  كومه چې هر كال   په 30 جون د ملګرو ملتونو تر سېوري لاندې   په ټوله نړۍ كښې نمانځلې شي ۔سپیکر ووئېل د پاکستان قامي اسمبلي د  جمهوري اقدارو ، د آئین بر لاسي  ، پاكې قانون سازۍ او د  مؤثر احتساب ودې لپاره خپلو آئیني ذمه وارو تر سره كولو كښې فعاله کردار ادا کوي ۔ ده ووئېل  د قانون سازۍ مقصد يوازې د  قوانین  منظوري نه بلکې يو داسې جامع، مؤثر او اولس دوسته قانوني نظام تشکیلول دي كوم چې د اولس  ښېګړې، سماجي انصاف، معاشي ترقۍ او  قامي يو والي  ته وده وركړي ۔  ده ووئېل قامي اسمبلۍ كښې د قانون سازۍ عمل  لا مؤثره، پاك او د  نتیجې وركونكے  جوړولو لپاره   د پارلیماني کمیټيو کردار لا مضبوطوو۔ ده ووئېل جدید ټیکنالوجي، تحقیق، ډیجیټل نظام او د پارلیمان د كار استعدادِ زياتولو د لارې د قانون سازۍ معیار لا ښه كولو ته پام لرنه كېږي

مزید خبریں