اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) د طالبان رجيم ظالمانه پاليسو او په وسائل د قبضې جنګ افغانستان يو ځل بيا كورنۍ جهګړې ته رسولے دے ۔ تفصيلات له مخې د باغي کمانډر جمعه خان فاتح د افغان رجيم په ضد جنګي چمتوالي كښې زياتوالے ےاغلے دے او په بدخشاں ولايت كښې صورتحال ډېر كړكېچن شوے دے، د طالبان رجيم او پخواني ډپټي ګورنر جمعه خان فاتح په مېنځ …
د طالبان رجيم ظالمانه پاليسيو او په وسائل د قبضې جنګ افغانستان يو ځل بيا كورني جهګړې ته ورسولو

مزید خبریں
اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) د طالبان رجيم ظالمانه پاليسو او په وسائل د قبضې جنګ افغانستان يو ځل بيا كورنۍ جهګړې ته رسولے دے ۔ تفصيلات له مخې د باغي کمانډر جمعه خان فاتح د افغان رجيم په ضد جنګي چمتوالي كښې زياتوالے ےاغلے دے او په بدخشاں ولايت كښې صورتحال ډېر كړكېچن شوے دے، د طالبان رجيم او پخواني ډپټي ګورنر جمعه خان فاتح په مېنځ كښې اختلافاتو سنګين عسکري او د سياسي بحران شکل اختيار كړے دے ۔ د نوموړې افغان مجلې “افغانستان انټرنيشنل” له مخې په بدخشاں كښې د طالبان رجيم په ضد باغي تاجک کمانډر جمعه خان فاتح عسکري صف بندي او جنګي تيارۍ بام ته رسېدلي دي، کمانډر جمعه خان جنګيالي منظم كولو سره سره ځائي مشرانو سره مشاورت هم تند كړے دے٬ د افغان رجيم د خبرو اترو او د نوې چوكۍ د وړاندېزونو باوجود جمعه خان حکومتي ډھانچې ته تګ مسترد كړے دے۔ کمانډر جمعه خان خپل ځواكونه هائي الرټ ساتلو سره په پوځي او لاجسټک لحاظ بشپړ چمتوالے نيولے دے۔ جمعه خان فاتح وائي چې د بدخشاں غرئيزه سيمه به د طالبان رجيم زمونږ په ضد پوځي عمليات ډېر ګران كړي٬ دافغان طالبانو د اولس دښمنه پاليسو له امله دا مهال په افغانستان كښې يو شمېر وسله بردار پاسونونه رامخې ته شوي چې پكښې نيشنل ريزسټنس فرنټ، افغان فريډم فرنټ، افغان ګرين ټرينډ او د جمعه خان فاتح تحريک شامل دے٬ د نړيوالو پوهانو له مخې د افغان طالبانو بدتره آمرانه طرزِ حکومت او په وسائلو د قبضې جنګ طالبان تقسيم كړې دي٬ په افغانستان كښې د آزادي خوښو تحريكونو زياتوالے واضحه ثبوت دے چې افغان اولس د طالب بدتره رجيم څخه تنګ پوزې له راغلے دے











