سپيكر سردار اياز صادق كراچۍ كښې د رېنجرز په كېمپ ترهګر بريد وغندلو

اسلام آباد۔28جون(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په كراچۍ كښې د رېنجرز په كېمپ ترهګر بريد په سختو ټكو غندلو سره وئيلي دي چې ترهګر عناصر په خپلو ناوړه عزائمو كښې كله هم كاميابېدې نه شي ، قوم د امنيتي ځواكونو مړانې او پېشه ورو صلاحيتونو ته سلام كوي۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د …

اسلام آباد۔28جون(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په كراچۍ كښې د رېنجرز په كېمپ ترهګر بريد په سختو ټكو غندلو سره وئيلي دي چې ترهګر عناصر په خپلو ناوړه عزائمو كښې كله هم كاميابېدې نه شي ، قوم د امنيتي ځواكونو مړانې او پېشه ورو صلاحيتونو ته سلام كوي۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ترهګر بريد په نكامه كولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې او د بريد په نتيجه كښې يۍ د رېنجرز په ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ سردار ایاز صادق ووئيل د شهيدانو قربانۍ د قوم عزم لا مضبوطوي۔ ده بريد كښې د شهيد شوو اهلكارو كورنيو سره غمرازي او ژوبل شوو له د زر روغتيا دعا وكړه۔