په رېنجرز اهلكارو ترهګر بريد د افسوس او غندنې وړ دے ، د شهيدانو سترې قربانۍ به تل يادې ساتلې شي: ډاكټر طارق فضل چوهدري

اسلام آباد۔28جون(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي کراچۍ كښې په رېنجرز اهلكارو ترهګر بريد د افسوس او غندنې وړ دے۔ په اېكس د اتوار په ورځ خپل يو پوسټ كښې وفاقي وزير ووئيل د ګران هېواد تحفظ له د خپلو ځانونو قرباني وركونكي شهيدان د ملت وياړ دي د كومو قرباني به چې تل ياد ساتلي شي۔ ده په ډاګه كړه چې …

اسلام آباد۔28جون(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي کراچۍ كښې په رېنجرز اهلكارو ترهګر بريد د افسوس او غندنې وړ دے۔ په اېكس د اتوار په ورځ خپل يو پوسټ كښې وفاقي وزير ووئيل د ګران هېواد تحفظ له د خپلو ځانونو قرباني وركونكي شهيدان د ملت وياړ دي د كومو قرباني به چې تل ياد ساتلي شي۔ ده په ډاګه كړه چې ترهګري په هېڅ صورت د قبلولو وړ نه ده او د پاكتسان مېړنۍ امنيتي اداره به د هر سازش خله ماتې ځواب وركوي۔ ده د شهيدانو كورنيو سره غمرازي او د ژوبل شوو زر روغتيا له دعا وكړه۔ وفاقي وزير دا دعا هم وكړه چې پاك پروردګار دے پاكستان ته امن او استحكام وركړي او زمونږ امنيتي ادارې دې په خپل حفظ او امان كښې وساتي۔