د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د بحرېن خارجه وزير ډاكټر عبد اللطيف بن راشد الزياني سره ټيلېفوني خبرې

اسلام آباد۔28جون (اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د بحرېن خارجه وزير ډاكټر عبداللطیف بن راشد الزیانی سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ د اتوار په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو د اسلام آباد مفاهمتي يادښت له لاس ليك كېدو وروستو په منطقه كښې په تندۍ سره په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د بحرېن خارجه وزير نائب وزيراعظم …

اسلام آباد۔28جون (اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د بحرېن خارجه وزير ډاكټر عبداللطیف بن راشد الزیانی سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ د اتوار په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو د اسلام آباد مفاهمتي يادښت له لاس ليك كېدو وروستو په منطقه كښې په تندۍ سره په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د بحرېن خارجه وزير نائب وزيراعظم اسحاق ډار له د اسلام آباد مفاهمتي يادښت په لاس ليك كېدو مباركي وركړه او هيله يۍ ولرله چې دا پیشرفت به د تلپاتي امن او استحكام په ځائې كېدو كښې مرستيال ثابت شي۔ هغه ووئيل زه به ډر زر د پاكستان دوره كوم دغسې چې د جنګ بندۍ ترلاسه كولو له په غېر معمولي هڅو كولو د وزيراعظم شهباز شريف ٬ نائب وزيراعظم اسحاق ډار او فيلډ مارشل سيد عاصم منېر مننه وكړم۔ نائب وزیراعظم په نېكو هيلو او جذباتو د بحريني خارجه وزير مننه وكړه او د منطقې په شمول ګرده نړۍ كښې امن او استحكام ته وده وركولو له يۍ د پاكستان د عزم پخلي كولو سره ووئيل پاكستان به د مكالمې او سفارتكارۍ دلارې د مسئلو د سولييز حل ملاتړ روان ساتي۔