د وزيراعظم كراچۍ كښې د ترهګرو بزدلانه بريد په ناكامه كولو امنيتي ځواكونو ته درناوې

اسلام آباد۔28جون  (اے پی پی) وزير اعظم شهباز شريف په کراچۍ کښې د پاکستان رېنجرز (سندھ) په کېمپ د فتنه الهندوستان د ترهګرو بزدلانه برید په ناکامولو امنیتي ځواکونو ته درناوی وړاندې کولو سره وئيلي دي چې د پاکستان رېنجرز ځوانانو یو ځل بیا د فتنه الهندوستان د ترهګرو ناوړه ارادې شنډولو سره خپل پېشه ور صلاحيت ٬ مړانه او د دندې احساس څرګند کړې۔ د اتوار په ورځ د …

اسلام آباد۔28جون  (اے پی پی) وزير اعظم شهباز شريف په کراچۍ کښې د پاکستان رېنجرز (سندھ) په کېمپ د فتنه الهندوستان د ترهګرو بزدلانه برید په ناکامولو امنیتي ځواکونو ته درناوی وړاندې کولو سره وئيلي دي چې د پاکستان رېنجرز ځوانانو یو ځل بیا د فتنه الهندوستان د ترهګرو ناوړه ارادې شنډولو سره خپل پېشه ور صلاحيت ٬ مړانه او د دندې احساس څرګند کړې۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل چې درې ترهګر وژلو او يو ژوندي نيولو سره امنيتي ځواكونو د فتنة الهندوستان جارحانه عزائم شنډ كړل۔ هغه دعا وكړه چې پروردګار دې د شهیدانو کورنیو ته صبر ورکړي، مونږ د دوی په غم کښې په مساوي ډول شریک یو۔ وزيراعظم د عملياتو په مهال ژوبل شوو لپاره د زر روغتيا دعا هم وكړه۔ وزيراعظم وویل د شهیدانو وینه به بې ځایه نه ځي، د ترهګرۍ هره فتنه به په بشپړ قوت سره له منځه وړلې شي۔ هندي فتنې او د هغې ملاتړي به هیڅکله په خپلو ناوړه ارادو کښې بریالي نشي.وزیراعظم  ووئيل قام د خپلو مېړنو وسله والو ځواكونو ، رېنجرز او قانون نافذ كوونكو ادارو تر څنګ ولاړ دے ، د ترهګرۍ د ناسور تر بشپړه خاتمې به زمونږ ستړې بشپړ قوت او عزم سره روانې وي۔