اسلام آباد۔27جون(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار برطانوي خارجه وزيرې ایویټ کوپر سره ټېلېفوني تماس ونيولو۔ د خارجه دفتر لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي بيان له مخې برطانوي خارجه وزيرې ايوېټ كوپر په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان د پرله پسې هڅو ستائنه وكړه د كومو په نتيجه كښې چې د پاكستان په ثالثۍ كښې د امريكا او ايران ترمينځه اسلام …
د اسحاق ډار برطانوي خارجه وزيرې سره ټېلېفوني تماس ٬ سفارتكارۍ ته د ودې وركولو عزم پخلے
اسلام آباد۔27جون(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار برطانوي خارجه وزيرې ایویټ کوپر سره ټېلېفوني تماس ونيولو۔ د خارجه دفتر لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي بيان له مخې برطانوي خارجه وزيرې ايوېټ كوپر په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان د پرله پسې هڅو ستائنه وكړه د كومو په نتيجه كښې چې د پاكستان په ثالثۍ كښې د امريكا او ايران ترمينځه اسلام آباد مفاهمتي يادښت لاس ليك شو۔ نائب وزیراعظم خبرو اترو ٬ سفارت کارۍ او د فريقېن ترمينځه تعميري تړون ته وده وركولو له د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ دواړو لارښودو يو بل سره نزدې رابطه كښې په پاتے كېدو اتفاق هم وكړو۔











