پېنډۍ ۔27جون (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي حكومت په اسلام آباد كښې كاميابۍ سره د روان پروګرام "نظام صلوٰۃ" دائرہ کار ته په ګرد هېواد كښې د پراختيا وركولو پرېكړه كړې ده دغسې چې د لمونځ پابندي ٬ ديني شعور او اسلامي اقدارو ته وده وركول لا مؤثر كړې شي۔ هغه د خالي په ورځ د ګليات په اپر بيناني سيمه كښې د …
حكومت اسلام آباد كښې كاميابۍ سره د روان پروګرام “نظام صلوٰۃ” دائرہ کار ته په ګرد هېواد كښې د پراختيا وركولو پرېكړه كړې ده: د مذهبي چارو وفاقي وزير
پېنډۍ ۔27جون (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي حكومت په اسلام آباد كښې كاميابۍ سره د روان پروګرام “نظام صلوٰۃ” دائرہ کار ته په ګرد هېواد كښې د پراختيا وركولو پرېكړه كړې ده دغسې چې د لمونځ پابندي ٬ ديني شعور او اسلامي اقدارو ته وده وركول لا مؤثر كړې شي۔ هغه د خالي په ورځ د ګليات په اپر بيناني سيمه كښې د جامع مسجد صائمه پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔ په دستوره كښې د سياسي ٬ سماجي او مذهبي شخصياتو سره سره د سيمې معززينو او عامو وګړو ګډون وكړو۔ په خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل په ټولنه كښې ديني شعور ته وده وركول ٬ جوماتونه آبادول او مذهبي فعاليتونو كښې اولسي ګډون زياتول ضروري دي۔ ده ووئيل پاكستان ته په نړيواله كچه يو باوقار مقام ترلاسه شوے دے او نړۍ كښې امن ته وده وركولو له مثبت كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د فیلډ مارشل سید عاصم منیر دانشمندانه هڅو منطقه كښې تاؤ تريخوالې او د ممكنه تصادم اندېښنې كمولو كښې مهم كردار ترسره كړو كومو ته چې په نړيواله كچه د قدر په سترګه وكتلې شو۔







