پېنډۍ ۔27جون (اے پی پی) امنيتي ځواكونو د بلوچستان په خاران او مستونګ ضلعو كښې په 25 او 26 جون د ترهګرۍ مخنيوي دوه كارروائيو كښې 8 ترهګر وژلي۔ د آئي اېس پي آر لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې په 25 جون امنيتي ځواكونو د بلوچستان په خاران ضلع كښې د استخباراتي معلوماتو په بنياد پراكسي فتنة الهندوستان سره د تعلق لرونكې يوې …
امنيتي ځواكونو خاران او مستونګه كښې د ترهګرۍ مخنيوي دوه كارروائيو كښې 8 ترهګر ووژل : آئي اېس پي آر
پېنډۍ ۔27جون (اے پی پی) امنيتي ځواكونو د بلوچستان په خاران او مستونګ ضلعو كښې په 25 او 26 جون د ترهګرۍ مخنيوي دوه كارروائيو كښې 8 ترهګر وژلي۔ د آئي اېس پي آر لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې په 25 جون امنيتي ځواكونو د بلوچستان په خاران ضلع كښې د استخباراتي معلوماتو په بنياد پراكسي فتنة الهندوستان سره د تعلق لرونكې يوې ډلې په ضد كاروائي وكړه چې په نتيجه كښې يۍ درې ترهګر ووژل شول۔ دغسې په 26 جون د بلوچستان په مستونګ ضلع كښې د يو ځانمرګي بريد كوونكي د موجودګۍ په اطلاع آپرېشن وكړے شو۔ د پاك پوځ ځوانانو د آپرېشن په مهال د ترهګرو پټ ځايونه په نښه كړل او د ډزو تبادلې په مهال د يو ځانمرګي په شمول 5 ترهګر ووژلې شوو۔ د آئي اېس پي آر له مخې دې ترهګرو څخه وسله ٬ ګوله بارود ٬ بم او موټر سېائكل برآمد كړے شو۔ سيمه كښې د نورو هندي ملاتړ شوو ترهګرو ختمولو له كارروايۍ روانې دي۔








