اسلام آباد۔26جون(اے پی پی) پاكستان ايران څخه د خام تېلو په درآمد كولو د كال 340 ملین ډالر بچت كولې شي ، كه په ايران لګولې شوي نړيوال اقتصادي بندېزونه پورته كړې شي نو د پاکستان او ایران ترمينځه تجارت كښې په زړه پورې زياتوالې رامخې ته كېدې شي۔ د ټاپ لائن سکیورټیز تحقیقاتی رپورټ له مخې په كال 2012 كښې په ایران اقتصادی بندېزونو څخه وړاندې د پاکستان او …
پاكستان ايران څخه د خام تېلو په درآمد كولو د كال 340 ملین ډالر بچت كولې شي: رپورټ

مزید خبریں
اسلام آباد۔26جون(اے پی پی) پاكستان ايران څخه د خام تېلو په درآمد كولو د كال 340 ملین ډالر بچت كولې شي ، كه په ايران لګولې شوي نړيوال اقتصادي بندېزونه پورته كړې شي نو د پاکستان او ایران ترمينځه تجارت كښې په زړه پورې زياتوالې رامخې ته كېدې شي۔ د ټاپ لائن سکیورټیز تحقیقاتی رپورټ له مخې په كال 2012 كښې په ایران اقتصادی بندېزونو څخه وړاندې د پاکستان او ایران ترمينځه تاريخي تجارتي اړيكې مستحكمې وې او په مالي كال 2010 كښې د دوه اړخيزه تجارت حجم 1.2ارب ډالر څخه زيات و۔ د رپورټ له مخې په ايران چې كله لګېدلې نړيوال اقتصادي بندېزونه سخت كړې شول نو پاكستان ايران تجارت كښې كمې رامخې ته شو۔ د رپورټ له مخې په سباؤن كښې پاكستان ايران سره په پوليزو سيمه كښی د خصوصي اقتصادي زونز لاندې دوه اړخيزه تجارت تر 10 اربه ډالرو پراخا كولو عزم لري۔ كه تجارتي رابطې بحال شوې نو نه يوازې دا چې د پاكستان برآمدات به زيات شي بلكې د پټروليم مصنوعات درآمداتو سره پاكستان د كال 340ملین ډالر بچ كولې شي۔ دغسې د سټيل او صنعتي خام مال درآمدات سره هم قيمتي زر مبادله بچ كېدې شي۔










