د عاشورې ورځې په موقعه ټول ښار كښې امنيت په ځاې ساتلو له 8 زره پوليس افسران او اهلكار تعينات دي: د پېنډۍ پوليس وياند

پېنډۍ ۔26جون(اے پی پی) د عاشورې ورځې په موقعه مركزي جلوس ٬ مجلسونو او نورو مذهبي غونډو لپاره د امنيت سخت او فول پروف انتظامات شوي دي۔ د پېنډۍ پوليس وياند له مخې په ټول ښار كښې امن په ځاې ساتلو له 8 زره څخه زيات پوليس افسران او اهلكار تعينات دي۔ سټی پولیس آفیسر (سی پی او) وئيلي دي د عاشورې ورځې په موقع د مركزي جلوس په شمول …

پېنډۍ ۔26جون(اے پی پی) د عاشورې ورځې په موقعه مركزي جلوس ٬ مجلسونو او نورو مذهبي غونډو لپاره د امنيت سخت او فول پروف انتظامات شوي دي۔ د پېنډۍ پوليس وياند له مخې په ټول ښار كښې امن په ځاې ساتلو له 8 زره څخه زيات پوليس افسران او اهلكار تعينات دي۔ سټی پولیس آفیسر (سی پی او) وئيلي دي د عاشورې ورځې په موقع د مركزي جلوس په شمول ټولو لويو وړو جلوسونو او غونډو له په امنيتي پلان عملدآمد روان دے۔ د ټرېفک بهير روان ساتلو او وګړو ته آسانۍ وركولو له 1200 څخه زيات ټرېفك پوليس افسران او اهلكار په بېلو ځايونو تعينات دي۔ دغسې زر څخه زيات رضاكار پوليس امنيتي فرائض ترسره كوي۔ ده ووئيل په جلوسونو كښې ګډون كوونكو له باډي سرچ څخه وروستو د داخلېدو اجازه وركولې شي۔ د مېرمنو چېكنګ لپاره لېډیز پولیس اهلکار هم تعينات دي۔ په ښار كښې 2000 څخه د زياتو سېف سټي او نورو كېمرو دلارې پرله پسې څارنه كيږي۔

مزید خبریں