کراکس ۔26جون (اے پی پی) په وېنزوېلا كښې د شورو په ورځ د راغلې سختو زلزلو څخه وروستو تر دې دمه د آفټر شاكس لړۍ روانه ده٬ د زلزلو د لاسه د خپرې شوې تباهۍ په نتيجه كښې د مړو شمېره زياتېدو سره 235 شوې او دغسې 4300 څخه زيات كسان ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې د وېنزوېلا د روغتيا وزير کارلوس الواراډو سركاري ټي وي سره مركه …
وېنزوېلا كښې له سختو زلزلو وروستو د افټر شاكس لړۍ روانه ده ، د مړو شمېره زياتېدو سره 235 شوه ، 4300 څخه زيات كسان ژوبل

مزید خبریں
کراکس ۔26جون (اے پی پی) په وېنزوېلا كښې د شورو په ورځ د راغلې سختو زلزلو څخه وروستو تر دې دمه د آفټر شاكس لړۍ روانه ده٬ د زلزلو د لاسه د خپرې شوې تباهۍ په نتيجه كښې د مړو شمېره زياتېدو سره 235 شوې او دغسې 4300 څخه زيات كسان ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې د وېنزوېلا د روغتيا وزير کارلوس الواراډو سركاري ټي وي سره مركه كښې ووئيل د مرستې كارروايۍ روانې دي او ځپليو سيمو كښې ژوبل شوو ته طبي آسانۍ وركولې شي۔ د رپورټس له مخې د شورو په شپه د راغلې دوه زلزلو شدت په ترتيب سره 7.2 او 7.5 ریکارډ كړې شو۔ زلزلو څخه وروستو د آفټر شاكس لړۍ روانه ده۔ لنډ مهال صدر وئيلي چې په ځپليو سيمو كښې بېړنے حالت نافذ كړے شوے او ځايي چارواكو سره په ګډه د مرستې او بحالۍ كارروايۍ ګړندۍ كړې شوي دي۔ پوهانو په ځپلې سيمو كښې د آفټر شاكس خطر پام كښې نيولو سره وګړو ته احتياط كولو او په سركاري هداياتو د عمل كولو تلقين كړے دے۔








