په هره مهذبه ټولنه کښې تشدد، غیر انساني یا د سپكاوي چلند د منلو وړ نه دے، د فلسطین او مقبوضه کشمیر اولس بدترین تشدد ٬ غېر انساني او د سپكاي چلند سره مخ دے: د وزیراعظم شهباز شریف د تشدد ځپليو د ملاتړ نړيوالې ورځې په موقع پېغام

اسلام آباد۔26جون  (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف په هره مهذبه ټولنه کښې تشدد، غیر انساني یا د سپكاوي چلند د نه منلو وړ ګرځولو سره وئيلي چې دا ډول اقدامات د بشري حقونو او انساني وقار ښكاره خلاف ورزي او د نړیوالو قوانینو او اسلامي لارښوونو خلاف دي۔ د تشدد ځپليو د ملاتړ نړيواله ورځ كومه چې نن د جمعې په ورځ لمانځلې شي په موقع خپل پیغام کښې …

اسلام آباد۔26جون  (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف په هره مهذبه ټولنه کښې تشدد، غیر انساني یا د سپكاوي چلند د نه منلو وړ ګرځولو سره وئيلي چې دا ډول اقدامات د بشري حقونو او انساني وقار ښكاره خلاف ورزي او د نړیوالو قوانینو او اسلامي لارښوونو خلاف دي۔ د تشدد ځپليو د ملاتړ نړيواله ورځ كومه چې نن د جمعې په ورځ لمانځلې شي په موقع خپل پیغام کښې وزير اعظم وویل پاكستان د ګردې نړۍ ځپليو سره خپل پېوستون څرګندوي٬ نن پاکستان نړیوالې ټولنې سره یوځای، د تشدد د ټولو شكلونو له منځه وړلو، انساني وقار، عدالت او د اساسي بشري حقونو تحفظ باوري كولو عزم تكراروي۔ غه وویل دا ورځ د انساني وقار اهمیت په ډاګه كوي او د دې یادونه کوي چې په هره مهذبه ټولنه كښې تشدد ، غیر انساني یا سپکاوې کوونکی چلند د منلو وړ نه دے۔ ده ووئيل پاكستان د غېر ملكي قابضينو لخوا په پراخا كچه او منظم ډول د تشدد د هتھيار په توګه كارول كېدو سخته اندېښنه ښكاره كوي۔ د فلسطين او مقبوضه جمو وكشمير اولس رياستي جبر او د قابضينو لخوا بدترين تشدد  او غېر انساني او د سپكاوي چلند سره مخ دي۔ ده ووئيل په دې موقع پاكستان د نړيوالې ټولنې پام مقبوضه كشمير كښې د رياستي ترهګرۍ ښكار شوو ځپليو ستونزو او مصيبتونو پلو ګرځول غواړي۔ وزیر اعظم ووئيل پاكستان نړيوالې ورورولۍ ٬ ملګرو ملتونو اود بشري حقونو ادارو څخه غوښتنه كوي چې د بشري حقونو خلاف ورزيو كښې د ككړو كسانو احتساب دے باوري كړے شي او د ځپليو تحفظ له دې مؤثر او بامعنی نړيوالې مرستې ته وده وركړې شي۔ ده ووئيل پاكستان نن د مقبوضه كشمير او فلسطين ځپليو سره د يووالي څرګندونه كوي او د سلامتي كونسل د قررادادونو له مخې ددوئي د خپلواكۍ حق ملاتړ كوي۔