اسلام آباد۔26جون (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري ويلي دي د عاشورا ورځ په اسلامي تاريخ کښې يوه لويه او معنی لرونکې ورځ ده چې مونږ ته د صبر، استقامت، قربانۍ، صداقت او په اصولو باندې د ټينګ پاتې كېدو درس راکوي۔ دا ورځ مونږ ته د ډېرو مهمو تاريخي پېښو يادونه کوي، خو د اسلام په تاريخ کښې يې تر ټولو مهم نسبت د پېغمبر علېه السلام …
د عاشورا ورځ مونږ ته د صبر ٬ ايثار ٬ حق وئيلو او په اصولو د ټينګ پاتے كېدو درس راكوي: د صدر آصف علي زرداري د عاشورې ورځې په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔26جون (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري ويلي دي د عاشورا ورځ په اسلامي تاريخ کښې يوه لويه او معنی لرونکې ورځ ده چې مونږ ته د صبر، استقامت، قربانۍ، صداقت او په اصولو باندې د ټينګ پاتې كېدو درس راکوي۔ دا ورځ مونږ ته د ډېرو مهمو تاريخي پېښو يادونه کوي، خو د اسلام په تاريخ کښې يې تر ټولو مهم نسبت د پېغمبر علېه السلام د لمسي حضرت امام حسېن (رض)، د پاکو اهل بېتو (ع) او د هغه د وفادارو ملګرو هغه سترې قربانۍ سره دے كومه چې هغوي په 61 هجري كښې د کربلا په ميدان کښې وركړې وه۔ د زيارت په ورځ د عاشورا د ورځې په مناسبت د ايوان صدر څانګې څخه په خپور شوي پيغام کښې صدر مملكت آصف علي زرداري وويل چې د کربلا پېښه يوازې يوه تاريخي پېښه نه ده، بلکې يو تلپاتې پيغام او ژوندے درس دے۔ حضرت امام حسېن (رض) د خپل عمل له لارې اسلامي امت ته درس ورکړو چې د حق، عدالت، صداقت او انساني کرامت د ساتنې لپاره هر ډول قرباني ورکول كېدې شي خو د باطل، ظلم او بې انصافۍ په وړاندې سر ټيټېډې نه شي۔ صدر مملكت ووئيل د هغه د ستړو او خوارۍ مقصد د امت اصلاح او د دين محمدي د حقيقي اقدارو تحفظ و۔ مونږ له به د يو قام په حېث نن دا لوظ كول وي چې د حضرت امام حسېن (رض) سيرت څخه به د حق پسندۍ ٬ اخلاقي جرات ٬ صبر او تحمل او د انسانيت د خذمت اوصاف اغستلو سره د خپل ژوند برخه جوړوو۔ صدر مملکت ووئيل زه ټولو پاكستاني وګړو ته اپيل كوم چې هغوي د عاشوره ورځو كښې د بېن المسالك احترام او ورورولۍ فضا ته وده وركړي۔ بې بنسټه ډنډورو او پارونكو رويو څخه ډډه وكړي او قامي يووالي او استحكام لپاره خپل مثبت كردار ترسره كړي۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دې مونږ ته د كربلاﺀ په حقيقي پېغام د پوهېدو ٬ دې څخه د لارښودنې اغستلو او خپل ژوند د حق ٬ عدل ٬ صبر او تقوي اصولو له مخې كولو توفيق راكړي۔










