تهران 24 جون (اے پي پي)د ايران مذاكراتي ډلې مشر محمد باقر قاليباف وئېلي دي چې د آبنائے هرمز چاري به ايران ترسره كوي۔د اے ايف پي له مخې دا بيان په سوئټزرلينډ كښې شوي خبرو اترو نه پس رامخې ته شوې د كوم مقصد چې د امريكې ايران جنګ خاتمه ده۔سوئټرزلينډ كښې شوې مذاكرات وړومبې دور نه پس د ثالثو لخوا وئېلې شوي چې دواړو هېوادونو مهم اوبه …
د آبنائے هرمز چاري به ايران ترسره كوي۔باقر قاليباف
تهران 24 جون (اے پي پي)د ايران مذاكراتي ډلې مشر محمد باقر قاليباف وئېلي دي چې د آبنائے هرمز چاري به ايران ترسره كوي۔د اے ايف پي له مخې دا بيان په سوئټزرلينډ كښې شوي خبرو اترو نه پس رامخې ته شوې د كوم مقصد چې د امريكې ايران جنګ خاتمه ده۔سوئټرزلينډ كښې شوې مذاكرات وړومبې دور نه پس د ثالثو لخوا وئېلې شوي چې دواړو هېوادونو مهم اوبه تېرېدونكې لار پرانستلو او لبنان كښې د جنګ خاتمې لپاره مواصلاتي لائن روان ساتلو ته اتفاق كړی دې۔عرب نيوز له مخې باقر قاليباف مذاكرات بيرته تللو نه پس وئېلي دي چې آبنائے هرمز چرته هم د جنګ نه وړاندې رامخې ته شوې صورتحال ته بيرته نه ځي او د نړيوال قانون له مخې به د دې انتظام او انصرام د ايران سره وي۔دغسې خپل ټيلي ګرام اكاؤنټ پوسټ شوي وډيو كښې محمد باقر قاليباف وئيلي چې ايران ته سوئټرزلينډ كښې شوې مذاكرات كښې ښه كاميابۍ ترلاسه شوي٬زما په خيال د دې سفر ښه نتيجې برآمد شوې په خاص توګه آبنائے هرمز او لبنان په معامله خبرو اترو نه علاوه په تيل بنديزونو كښې نرمي او منجمد فنډز اجرا په اړه ښه پیشرفت شوې۔










