د روسيه يوکرين شخړه٬ پاكستان په سمدستي توګه د جنګ بندۍ او د خبرو اترو عمل د بحالۍ غوښتنه وكړه

  ملګري ملتونه 23 جون (اے پي پي) پاکستان د روسيه يوکرين شخړې خاتمې لپاره په سمدستي توګه د جنګ بندۍ او د خبرو اترو د بحالۍ غوښتنه كړې ده۔ د بي بي سي له مخې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مشن لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د يوكرائن په معامله د سکيورټي کونسل په غونډه كښې د پاكستان نائب مستقل استازی او سفير عثمان جدون …

 

ملګري ملتونه 23 جون (اے پي پي) پاکستان د روسيه يوکرين شخړې خاتمې لپاره په سمدستي توګه د جنګ بندۍ او د خبرو اترو د بحالۍ غوښتنه كړې ده۔ د بي بي سي له مخې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مشن لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د يوكرائن په معامله د سکيورټي کونسل په غونډه كښې د پاكستان نائب مستقل استازی او سفير عثمان جدون په دی د افسوس څرګندونه وكړه چې د يوكرائن جنګ خاتمې لپاره مثبت پېشرفت نه كېږي چې په سبب ئې دې شخړه لا شدت اختيار كړے دے۔ پرېس ريليز له مخې د پاكستان سفير رڼا واچوله چې د جنګ په وجه عامو وګړو او شهري انفراسټركچر ته زيان رسيږي۔بيان له مخې د يوكرين شخړي حل لپاره پاكستان په سمدستي توګه د تاؤ ترېښوالي كمولو او په تعميري سفارت كارۍ زور راوړو۔پريس ريليز له مخې پاكستان يوكرين شخړي امناكه حل بشپړه حمايت پخلې كوي او د هري هخه هڅي حمايت كوي كومه كښې چې د ملګرو ملتونو چارټر، نړيوال قانون او ټولو ډلو جائزه د قامي سلامتيا ګټي تر نظر وساتلې شي

مزید خبریں