بيجنګ 22 جون (اے پي پي) چين په منطقه كښې د تاٶ تريښوالي كمولو او سفارتي رابطو ته ودې وركولو لپاره د پاکستان، قطر او د نورو اړوند ډلو د ثالثۍ هلو ځلو حمايت وكړو۔ د چين د خارجه وزارت وياند ګيو جياکون د ګل په ورځ د ميډيا د پوښتنې په ځواب ووئيل چې چين د داسې سفارتي هڅو هركلے او بشپړه ملاتړ كوي۔ وياند ووئيل چې چين …
چين د پاکستان او قطر د ثالثۍ هڅو حمايت وكړو٬ امريكې او ايران ته د خبرو اترو روانو ساتلو اپيل
بيجنګ 22 جون (اے پي پي) چين په منطقه كښې د تاٶ تريښوالي كمولو او سفارتي رابطو ته ودې وركولو لپاره د پاکستان، قطر او د نورو اړوند ډلو د ثالثۍ هلو ځلو حمايت وكړو۔ د چين د خارجه وزارت وياند ګيو جياکون د ګل په ورځ د ميډيا د پوښتنې په ځواب ووئيل چې چين د داسې سفارتي هڅو هركلے او بشپړه ملاتړ كوي۔ وياند ووئيل چې چين هيله لري چې د امريکې او ايران د مذاکراتو مثبت رفتار به په ځائې وساتلې شي او د ګټورو نتيجو ترلاسه كولو لپاره په شريكه مخ په وړاندې لاړ شي۔ وياند زور راوړو چې د اختلافاتو ختمولو او سيمه ايز استحكام لپاره خبرې اترې يوازځۍ لاره ده۔ چين يو ځل بيا د خپل مستقل موقف پخلے وكړو چې ټولي شخړې د سفارتي رابطو٬ مذاكراتو او شريك مشاورت د لارې په سوله ايز ډول حل كول پكار دي۔












