واشنګټن 22 جون (اے پي پي) امريکې په هند د 482.2 ملين ډالرو په لګښت د اپاچي چورلكو او د M777A2 هووټزر خرڅولو رسمي منظوري وركړې ده۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې دا خبره ډيفنس سکيورټي کوآپريشن ايجنسۍ خپل بيان كښې كړې ده٬ هند د 230 ملين ډالروM777 هووټزر او د 198.2 ملين ډالرو AH-64E اپاچي چورلكو د اوږدې مودې مرسته غوښتې وه۔ د يادونې وړ ده چې بوئنګ، …
امريکې په هند د اپاچي چورلكو او د ايم -777 اے ټو هووټزر خرڅولو منظوري وركړه
واشنګټن 22 جون (اے پي پي) امريکې په هند د 482.2 ملين ډالرو په لګښت د اپاچي چورلكو او د M777A2 هووټزر خرڅولو رسمي منظوري وركړې ده۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې دا خبره ډيفنس سکيورټي کوآپريشن ايجنسۍ خپل بيان كښې كړې ده٬ هند د 230 ملين ډالروM777 هووټزر او د 198.2 ملين ډالرو AH-64E اپاچي چورلكو د اوږدې مودې مرسته غوښتې وه۔ د يادونې وړ ده چې بوئنګ، لاک هيډ مارټن او په برتانيه كښې جوړ د BAE سسټمز بنيادي کنټريکټرز دي۔ پينټاګون ووئيل چې دا تړون د امريكې او هند ستراتېژك اړيكې مضبوطوي٬ دا اعلان د نوي ډلي پوځي طاقت او د نړيوال طاقت په حېث قام پرست بيانيې ته وده وركوي٬ د تنقيد كوٶنكو وېنا ده چې هند د دا ډول وسلې ترلاسه كولو څخه كورنيو مسئلو څخه د پام اخوا هڅې كوي او وسله اخستل د امنيتي ضروتونو په ځائ د قامي فخر علامت په توګه وړاندې كوي










