د اے اين پي صوبائي صدر په مردان كښې د ګوردوارې د نګران او د ھغه د كوروانې د  قتل غندنه وكړه

  پېښور 18 جون (اے پي پي) دعوامي نيشنل پارټۍ (اے اين پي) د خېبر پښتونخوا صدر ميا افتخار حسين د مردان ګوردوارې د نګران او د ھغه د كوروانې د وژنی عندنه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د غندنې خپل بيان كښې ده ووئيل په مردان كښې د ګوردوارې نګران او د ھغه د كورودانې د قتل پېښه نه يوازې په انسانيت بلکې په مذهبي همغږۍ او په …

 

پېښور 18 جون (اے پي پي) دعوامي نيشنل پارټۍ (اے اين پي) د خېبر پښتونخوا صدر ميا افتخار حسين د مردان ګوردوارې د نګران او د ھغه د كوروانې د وژنی عندنه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د غندنې خپل بيان كښې ده ووئيل په مردان كښې د ګوردوارې نګران او د ھغه د كورودانې د قتل پېښه نه يوازې په انسانيت بلکې په مذهبي همغږۍ او په بين المذاهب روادارۍ  هم بريد دے۔ ده ووئيل  صوبه د ناامني، لاقانونيت او د حکومتي نااهلۍ عملي عكس جوړ شوی دی ۔ ده ووئيل د اقليتونو د ځان او مال او د دوي د عبادت د ځايونو تحفظ د رياست ذمه واري ده، د افسوس وړ  داسی ډول پېښو په يو مذهب او عقيده كښې ګنجائش نشته۔ ده د مقتولينو كورنۍ سره د غمرازۍ او همدردۍ څرګندونی كولو سره حكومت او اړوندو ادارو څخه د پاکو تحيقاتو مطالبی كولو سره ووئيل ملوث عناصر دی انصاف سره مخ كړې شي او  عبرتناکه  سزا دی وركړې شي

مزید خبریں