اسلام آباد 16جون(اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي چې په منطقه كښې د اوږدې مودې عدم استحكام په اقتصادي باور٬توان منډيو٬سپلائي چين او د معيشتونو د پرمختګ په امكاناتو اثرانداز كېدې شي٬د اصلاحات ايجنډې مقصد يوازې محصولات كښې زياتوالې نه بلكه سپيځلتيا ته وده وركول٬صوابديدي مداخلت كښې كمې راوستل او وګړو٬كاروباري ادارو او رياستي ادارو ترمينځه باور لا زياتول هم دي۔ده دا خبره د …
د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب سره د برتانيې انډر سېكرټري آف سټيټ ملاقات٬د شريكې اقتصادي مرستې لا قوي كولو په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 16جون(اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي چې په منطقه كښې د اوږدې مودې عدم استحكام په اقتصادي باور٬توان منډيو٬سپلائي چين او د معيشتونو د پرمختګ په امكاناتو اثرانداز كېدې شي٬د اصلاحات ايجنډې مقصد يوازې محصولات كښې زياتوالې نه بلكه سپيځلتيا ته وده وركول٬صوابديدي مداخلت كښې كمې راوستل او وګړو٬كاروباري ادارو او رياستي ادارو ترمينځه باور لا زياتول هم دي۔ده دا خبره د نهې په ورځ د پاكستان په دوره راغلې د برتانيې پارليماني انډس سېكرټري آف اسټېټ فال مډل ايسټ٬د افغانستان اينډ پاكستان هيمش فالكنر سره ملاقات كښې كړې۔په ملاقات كښې په پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر جين ميريټ نه علاوه ايلس ډفي٬منسټريل پرائيويټ سېكرټري او د برتانيې هائي كمېشن سيكنډ سېكرټري(معاشي امور)سربجيت سنګه نه علاوه فنانس ډويژن اعلٰی چرواكي هم موجود وو۔په ملاقات كښې سيمه ايز صورتحال٬پاكستان معاشي منظر نامے٬روانې ډهانچې جاتي اصلاحات٬مالياتي ترجيحات٬اداره جاتي جديد كاري او پاكستان او برتانيې ترمينځه اقتصادي مرسته لا قوي كولو په امكانات تفصيلي خيالاتو څرګندونه وشوه۔د خزانې وزير د برتانيې پلاوې د حكومت اقتصادي اصلاحات ايجنډې او راروان مالي كال وفاقي بجټ كښې د متعين مهم ترجيحات نه خبر كړی۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې حكومت معاشي استحكام په ځاې ساتلو٬اقتصادي بحالۍ عمل مخ په وړاندې بوتللو٬ډهانچه جاتي اصلاحات كښې تندي راوستل او جامع او تل پاتې پرمختګ لپاره سازګار ماحول پیدا كولو پام كړی۔خبرو اترو په مهال د خزانې وزير اوسني سيمه ايز پېشرفت هم ذكر كړی چې پكښې د امريكې او ايران ترمينځه اوسني مفاهمت نه پس پیدا شوې تاؤ تريخوالي كښې كمې شامل دې۔ده په دې خبره زور راوړو چې پاكستان پرله پسې مذاكرات٬تاؤ تريخواليك كښې كمې او شخړو امناكه حل ملاتړ كوي او پاكستان ابتدائي پړاؤ كښې په منطقه كښې تاؤ تريخوالي كمولو لپاره فعاله كردار ادا كوي ۔د خزانې وزير ووئيل چې په منطقه كښې اوږدې مودې عدم استحكام اقتصادي باور٬توان منډيو٬سپلائي چين او رامخې ته شوې معيشتو پرمختګ په امكاناتو اثر انداز كېدې شي۔ملاقات كښې د حكومت په پرخا ډهانچه جاتي اصلاحاتي پروګرام هم خبرې شوې چې پكښې د نجكارۍ٬سركاري ادارو رائټ سائزنګ٬سركاري اخراجات استعداد كښې ښه والې٬ډيجيټل طرز حكمرانۍ او هدفي سماجي تحفظ نظام ته پراختيا وركولو پشان اقدامات شامل و۔د خزانې وزير د ټېكنالوجۍ مرستې څخه خذمات وركولو او سركاري وسائل موثر كارولو په اړه پېشرفت نه هم خبر كړل۔د برتانيې وزير د اقتصادي اصلاحات لپاره د حكومت عزم وستائېلو او د پاكستان روان اصلاحاتي او بدلون ايجنډې پراختيا او سنجيدګي تسليم كړه۔ده د اصلاحات تسلسل٬اداره جاتي ښه والې او اقتصادي مسابقت او ښه طرز حكمرانۍ ودې په اهميت زور راوړو۔ده د شريك اقتصادي ګټو په څانګو كښې د برتانيې لخوا پرله پسې مرسته او راوبط روان ساتلو كښې د خوښۍ هم پخلې كړی۔د ملاقات په اختتام ډلو تل پاتې اقتصادي پرمختګ٬اداره جاتي ښه والي او سيمه ايز استحكام ودې لپاره د پاكستان او برتانيې ترمينځه نزدې مرسته او روابط لا مستحكم كولو عزم پخلې كړی









