وفاقي وزير محمد حنيف عباسي سره د ازبك سفير علي شير تختيوف ملاقات٬د ريلوے په اړه  مرستې او سيمه ايز رابطه كارۍ زیاتولو په چارو د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 16جون(اے پی پی)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي سره په پاكستان كښې د ازبكستان سفير علي شير تختيوف ملاقات كړی چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكود ٬ريلوے په اړه مرستې او د سيمه ايز رابطه كارۍ زیاتولو په چارو  تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ملاقات په مهال د پاكستان او ازبكستان ترمينځه ريلوے په څانګه كښې مرستې ته لا پراختيا وركولو د عزم پخلی وكړی شو …

 

اسلام آباد 16جون(اے پی پی)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي سره په پاكستان كښې د ازبكستان سفير علي شير تختيوف ملاقات كړی چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكود ٬ريلوے په اړه مرستې او د سيمه ايز رابطه كارۍ زیاتولو په چارو  تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د ملاقات په مهال د پاكستان او ازبكستان ترمينځه ريلوے په څانګه كښې مرستې ته لا پراختيا وركولو د عزم پخلی وكړی شو او ريلوے انفراسټركچر٬فريټ آپريشنز٬لاجسټكس او د تكنيكي مهارت په څانګو كښې د شريكې مرستې زياتولو په اړه هم اتفاق راغلو۔د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په دې موقع ووئیل ازبكستان٬افغانستان٬پاكستان(UAP) ريلوے كوريډور سيمه ايز تجارت٬اقتصادي روابط او د رابطی په وده كښې به يو مهم سنګ ميل ثابت شي۔ده ووئيل  دا پروژه د مينځنۍ آسيا هېوادونو ته د پاكستان بندرځايونو سره د تړلو يو تاريخي اقدام دے كوم څخه به چې په منطقه كښې تجارت٬سرمايه كارۍ او اقتصادي هلو ځلو ته نوې اړخ  ترلاسه شي۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاكستان يو اے پي ريلوے كوريډور په وخت بشپړېدو لپاره په بشپړه توګه عزم لري  او د دې پروژې كاميابۍ لپاره به ټول ممكنه اقدامات كولې شي۔محمد حنيف عباسي ووئېل  پاكستان ازبكستان سره خپلو د  ورور ی او پخوانو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي  اود  دواړو هېوادونو ريلوے ادارو ترمينځه روابط د لا مستحكمولو ضرورت دې۔ده ووئيل د شريكې مرستې ودې څخه به سيمه ايزی رابطه كارۍ٬اقتصادي پرمختګ او  د شريكې خوشحالۍ نوې امكانات راپېدا شي۔د ملاقات په مهال د ازبكستان سفير علي شير تختيوف د ريلوے پشمول بيلو څانګو كښې د پاكستان سره مرسته لا قوي كولو كښې د خوښۍ څرګندونه وكړه او  د دواړو هېوادونو ترمينځه د موجوده ملګرتيا اړيكو ته لا پراختيا وركولو لپاره يی د عزم پخلې وكړو۔