فلپائن٬د زلزلې څخه د مرګونو شمېره  68 ته و رسېده٬ 33 كسان تراوسه بې دركه دی

  منيلا 16جون(اے پی پی)د فلپائن سوئېلي منډاناؤ جزيرې ساحل سره نزدې د جون په 8مه نيټه راغلې د 7.8 شدت زلزلې څخه د مرګونو شمېره  68 ته ورسېده او 33 كسان تراوسه بې دركه دي۔شنهوا له مخې د نېشنل ډيزاسټر رسك ريډكشن اينډ منيجمنټ كونسل(اين ډي آر آر ايم سي)د نهې په ورځ رپورټ كښې وئېلي دي  د زلزلې څخه 3 لكه 37 زره څخه زيات كورونه ځپلې شوي …

 

منيلا 16جون(اے پی پی)د فلپائن سوئېلي منډاناؤ جزيرې ساحل سره نزدې د جون په 8مه نيټه راغلې د 7.8 شدت زلزلې څخه د مرګونو شمېره  68 ته ورسېده او 33 كسان تراوسه بې دركه دي۔شنهوا له مخې د نېشنل ډيزاسټر رسك ريډكشن اينډ منيجمنټ كونسل(اين ډي آر آر ايم سي)د نهې په ورځ رپورټ كښې وئېلي دي  د زلزلې څخه 3 لكه 37 زره څخه زيات كورونه ځپلې شوي چې پكښې نزدی 13 لكه 80 زره كسان شامل دي۔دغسی 68 زره كورونو ته زيان رسېدلې چې پكښې 12 زره څخه زيات په بشپړه توګه تباه شوي دي۔د فلپائن انسټي ټيوټ يف وولكينولوجي اينډ سيسمولوجي له مخې دا زلزله د ځايې وخت له مخې سهار 7 بجې 37منټه باندی  راغلې وه۔د كومی مركز چې د سرنګائي ولایت ماسم ښار ساحل څخه 32 كلوميټر سوئېلي لويديز كښې و۔