هېواد كښې سیاسي قواړ له به يو وارې بيا د جمهوریت ميثاق پلو تلل وي ، د  آزاد کشمیر د صورتحال  حل بايد په خبرو اترو راويستلے شي ، مولانا فضل الرحمن

  اسلام آباد۔15جون  (اے پي پي) د جمعیت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وئېلي دي  هېواد كښې سیاسي قواړ له به يو وارې بيا د جمهوریت ميثاق پلو تلل وي ، د  آزاد کشمیر د صورتحال  حل بايد په خبرو اترو راويستلے شي ، هېواد كښې د  امن و امان او  نورو حالاتو په اړه دې  د ایوان  ان کیمرہ غونډه راوبللې شي ، د آزاد کشمیر د …

 

اسلام آباد۔15جون  (اے پي پي) د جمعیت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وئېلي دي  هېواد كښې سیاسي قواړ له به يو وارې بيا د جمهوریت ميثاق پلو تلل وي ، د  آزاد کشمیر د صورتحال  حل بايد په خبرو اترو راويستلے شي ، هېواد كښې د  امن و امان او  نورو حالاتو په اړه دې  د ایوان  ان کیمرہ غونډه راوبللې شي ، د آزاد کشمیر د صورتحال حل دې په خبرو اترو راويستلے شي  ، هلته د هر کشمیري زړه د پاکستان لپاره دېزېږي ، د هند خلاف جنګ كښې کامیابي او د ایران  امریکا جنګ مخ نيوي له د  پاکستان د ثالثۍ ستائنه كوو، يو مستحکم افغانستان د پاکستان په حق كښې دے ۔د ګل په ورځ  قامي اسمبلۍ كښې  په راروان  مالي كال  وفاقي بجټ بحث كښې د جمعیت علمائے اسلام (ف)  مشر مولانا فضل الرحمان زوئېل معیشت د پاکستان مسئله ده   ، مونږ له  تل پاتي صلاحات پلو تلل وو  ،دا  وخت هر پاکستانے 3 لاکھ 25  زره روپۍ پوره وړے دے ،  په دې ټول  صورتحال كښې غریب  سړے د  بنیادي  خوراك څښاك څيزونو پشمول پخپل  آمدن كښې  یوټیلټي بلز هم وركوي ، د كوچنيانو تعلیم او صحت لپاره هم پیسې پكار دي ، هغه په دې تنخواہ كښې څنګه  ګزارہ  به كوي  ۔ ده ووئېل هېواد كښې د غربت شرح زياتېږي ، د امن وامان  صورتحال  ناوړه دے ، په سندھ كښې د  کچے د ډاکوانو مسئله ده  او زموڼږ پلو په تھاڼو، سکیورټي فورسز بريدونه كېږي ۔ ده ووئېل په دې  مسئله اصل حقائق راوړاندې كړې او غړي خبر كړئ ٬ ان کیمرہ غونډه راوبلې ۔ ده ووئېل  د افغانستان سره هم د خبرو ضرورت دے،يو  مستحکم افغانستان د پاکستان په حق كښې دے ۔ مولانا فضل الرحمان ووئېل  په كا درې ځان كرګي بريدونه شوي ،زما په زامنو  او د ګوند په  لارښودو بريدونه شوي  ، د دې  باوجود مونږ ته د وسلې لرلو  اجازه نشه   ۔ ده ووئېل   دې ایوان  تر  2028 د سود  د خاتمې ترمیم کړے خو   دهغې پلو هةڅ پیشرفت نه كېږي  ، د اسلامي نظریاتي کونسل  په سفارشات ایوان كښې د بحث كولو قانون سازي شوې خو تر ننه  يو  سفارش باندې هم  بحث ونه كړے شو۔ ده ووئېل د  1973  آئین بھټو  وركړے  ، مفتي محمود،خان عبدالولي خان، بزنجو په دې لاس ليكونه كړي ، وړو صوبو دا قبول کړے ؤ  ٬ د هغې حلیه بدله كړې شوه ، په این ایف سي ایوارډ كښې تر سره  شوې چې د صوبې حق به زياتېږي ٬ کمېدې نشي ۔