پېښور ۔ 12 جون (اے پي پي) د خېبر پیښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د جمعې په ورځ د تحرك نفاذ فقه جعفريه خېبر پښتونخوا صوبائي کنوینر محرم كمېټي و عزاداري سېل مولانا ملك اجلال حېدر الحېدري په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس وياند له مخې پلاوي ګورنر د محرم الحرام په مهال ملت جعفريه ته پېښو مسئلو څخه خبر كړو او د دغې حل …
د خېبر پښتونخوا ګورنر سره د تحريك نفاذ فقه جعفرېه پلاوي ملاقات ، ګورنر د محرم الحرام انتظامات اړوندو مسئلو څخه خبر كړے شو

مزید خبریں
پېښور ۔ 12 جون (اے پي پي) د خېبر پیښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د جمعې په ورځ د تحرك نفاذ فقه جعفريه خېبر پښتونخوا صوبائي کنوینر محرم كمېټي و عزاداري سېل مولانا ملك اجلال حېدر الحېدري په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس وياند له مخې پلاوي ګورنر د محرم الحرام په مهال ملت جعفريه ته پېښو مسئلو څخه خبر كړو او د دغې حل لپاره يۍ وړاندېزونه وركړل۔ ګورنر د پلاوي مسئلې او وړاندېزونه په غور سره واورېدل او باور يۍ وركړو چې د محرم الحرام په مهال به امن او امان ٬ د عزادارانو آسانيو او مذهبي هم آهنګۍ ته ودې وركولو له ټولو اړوندو ادارو سره بشپړه مرسته كولې شي۔ فېصل كريم كنډي ووئيل محرم الحرام مونږ ته د صبر ٬ قربانۍ ٬ ورورولۍ او د يووالي درس راكوي۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د صوبائي او وفاقي ادارو په مرسته به د محرم الحرام په مهال عزادارانو ته ټولې ممكنه آسانۍ وركولې شي او امن په ځاے كولو له به مؤثره ګامونه پورته كولې شي۔ دغسې پلاوي د مرستې په عزم د ګورنر مننه وكړه۔







