بيروت 10 جون (اے پی پی)د لبنان په سوئېلي صور اولسوالۍ او خوا او شا سيمو كښې د اسرائيل په هوائي بريدونو كښې 11 كسان شهيدان او 44 ژوبل شول ۔د اماراتي نيوز ايجنسۍ وام له مخې د لبنان پبلك هېلت وزارت وئېلي دي اسرائيل د صور اولسوالۍ په المساكن سيمه بريد كړے چې پكښې 8 كسان شهيدان او 35 ژوبل شوي دي ۔د صور په يو بل ځاے …
لبنان كښې د اسرائيل په هوائي بريدونو كښې 11 كسان شهيدان شول ٬ 44 ژوبل
بيروت 10 جون (اے پی پی)د لبنان په سوئېلي صور اولسوالۍ او خوا او شا سيمو كښې د اسرائيل په هوائي بريدونو كښې 11 كسان شهيدان او 44 ژوبل شول ۔د اماراتي نيوز ايجنسۍ وام له مخې د لبنان پبلك هېلت وزارت وئېلي دي اسرائيل د صور اولسوالۍ په المساكن سيمه بريد كړے چې پكښې 8 كسان شهيدان او 35 ژوبل شوي دي ۔د صور په يو بل ځاے د اسرائيل فضائي بريد كښې 3 كسه شهيدان او 9 ژوبل شوي دي ۔د دې څخه وړاندې د روغتيا وزارت پبلك هېلت ايمرجنسي آپريشنز سينټر ووئېل د 2 مارچ نه تر نهې ورځې په ټول لبنان كښې د اسرائيل په بريدونو كښې په مجموعي توګه 3666 كسان شهيدان او 11321 ژوبل شوي دي۔











