منیلا۔10جون (اے پي پي) د فلپائن سوئېلې جزیرې منډاناؤ ساحل سره نزدې په راغلې د 7.8 شدت طاقتورې زلزلې په نتیجه كښې د لږ نه لږ 45 كسان مړه ، 17 بې دركه او 487 ژوبل شوي دي ۔ د شنهوا تر مخه د فلپائن نېشنل ډیزاسټر رسک ریډکشن اینډ مینجمنټ کونسل ووئېل زلزله د كل په ورځ د منډاناؤ سوئېلې ساحلي سيمې سره نزدې راغله د كومې نه …
فلپائن كښې د 7.8 شدت زلزلې څخه 45 كسان مړه، 17 بے دركه
منیلا۔10جون (اے پي پي) د فلپائن سوئېلې جزیرې منډاناؤ ساحل سره نزدې په راغلې د 7.8 شدت طاقتورې زلزلې په نتیجه كښې د لږ نه لږ 45 كسان مړه ، 17 بې دركه او 487 ژوبل شوي دي ۔ د شنهوا تر مخه د فلپائن نېشنل ډیزاسټر رسک ریډکشن اینډ مینجمنټ کونسل ووئېل زلزله د كل په ورځ د منډاناؤ سوئېلې ساحلي سيمې سره نزدې راغله د كومې نه پس چې ګڼو سيمو كښې په لويه پیمانه تباهي وليدې شوه ۔ د چارواكو وېنا ده د مرستې دلو په ځپلو سيمو كښې سرچ اینډ ریسکیو کارروائۍ روانې ساتلې دي ،دغسې د بې دركه كسانو لټون له هلې ځلې ګړندۍ كرې شوي دي ۔ د زلزلې له امله ګنو ودانيو، سړکونو او بنیادي ډھانچې ته زيان رسېدلے او ګڼې كورنۍ بې كوره شوي دي دي ۔ ژوبل شوي نزدې روغتون ته منتقل کړے شوي چرته چې ورته طبي مرسته وركړې كېږي ۔حکومت په ځپلو سيمو كښې بيړنۍ هلې ځلې پېل كړې دي او اولس ته د احتیاطي تدابیر اختیارولو غږ شوے دے ۔د چارواكو نر مخه مرګونو او د ژوبل شوو په شمېره كښې لا زياتوالے راتللے شي ۔











