کابل ۔9جون (اے پی پی) په افغانستان كښې د تېرو 10 اونيو په مهال د طوفاني بارانونو او سېلاب په شمول په بېلو قدرتي آفتونو كښې 301 كسان مړه او 385 ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې د افغانستان په قدرتي آفتونو د قابو موندلو اتھارټي وياند حافظ اېم يوسف همد ويلي چې په دې آفتونو كښې د ګرد هېواد انفراسټركچر او روزګار سرچينو ته زيات زيان رسېدلے دے۔ …
افغانستان ، د طوفاني بارانونو او سېلاب د لاسه رامخې ته شوو پېښو كښې 301 كسان مړه ٬ 385 ټپيان شول
کابل ۔9جون (اے پی پی) په افغانستان كښې د تېرو 10 اونيو په مهال د طوفاني بارانونو او سېلاب په شمول په بېلو قدرتي آفتونو كښې 301 كسان مړه او 385 ژوبل شوي دي۔ د شنهوا له مخې د افغانستان په قدرتي آفتونو د قابو موندلو اتھارټي وياند حافظ اېم يوسف همد ويلي چې په دې آفتونو كښې د ګرد هېواد انفراسټركچر او روزګار سرچينو ته زيات زيان رسېدلے دے۔ ده ووئيل 2 زره كورونه ويجاړ شوي دي او 7 زره 187 كورونه په جزوي توګه زيانمن شوي دي۔ دغسې 580 کلومیټر سړكونه اوبو ځان سره اوړلې دي او 30 زره 300 اېکړ څخه په زياته زمكه ولاړ فصلونه تباه شوي دي۔ وياند ويلي چې په مجموعي توګه 18 زره 812 كورنۍ دې قدرتي آفتونو ځپلې دي۔ )








