ټوکيو 08 جون (اے پي پي) فلپائن كښې د 7.8 شدت زلزلې نه پس د جاپان بحرالکاهل ساحل او د هېواد نورو برخو كښې جاري شوې سونامي ايډوائزريز ختم شوې۔ د شنهوا له مخې د جاپان د موسمياتو محکمې ووئيل جنوبي فلپائن كښې د 7.8 شدت زلزلې نه پس د جاپان بحرالکاهل ساحل او د هېواد په نورو برخو كښې تقريباً تر 20 سېنټي ميټر دنګې د سونامي چپې ريکارډ …
فلپائن كښې له زلزلې وروستو د جاپان بحرالکاهل ساحل او د هېواد نورو برخو كښې جاري شوې سونامي ايډوائزريز ختم شول

مزید خبریں
ټوکيو 08 جون (اے پي پي) فلپائن كښې د 7.8 شدت زلزلې نه پس د جاپان بحرالکاهل ساحل او د هېواد نورو برخو كښې جاري شوې سونامي ايډوائزريز ختم شوې۔ د شنهوا له مخې د جاپان د موسمياتو محکمې ووئيل جنوبي فلپائن كښې د 7.8 شدت زلزلې نه پس د جاپان بحرالکاهل ساحل او د هېواد په نورو برخو كښې تقريباً تر 20 سېنټي ميټر دنګې د سونامي چپې ريکارډ شوې چې له امله ئې د ګل په سهار ساحلي سيمو لپاره سونامي ايډوائزري جاري شوي وه۔د موسمياتو محکمې له مخې تقريباً 20 سېنټي ميټر دنګي چپې په چيچيجيما جزيره ، واکاياما سيمي کوشيموتو ټاؤن او ميازاکي پورټ كښې ريکارډ شوې۔دغسې د کاګوشيما، ميئے او ميازاکي بيلو سيمو كښې هم تقريباً 10 سينټي ميټر دنګې چپے وليدلې شوي۔ وروستو د ځائې وخت له مخې د ماښام په وخت د سونامي ټول اېډوائزريز ختم كړې شول









