بغداد۔8جون (اے پی پی) د سوئيلي عراق په ذي قار صوبه كښې په ناصريه – بصره هائي وے د مسافر بس اپوټه كېدو پېښه كښې 21 كسان مړه او 19 ژوبل شوي دي۔ د العربيه له مخې دا پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې د زائرينو بس كربلا پلو روان و۔ اپوټه كېدو سره په بس اور ولګېدو چې په نتيجه كښې يۍ 21 كسان مړه او …
په عراق كښې د زائرينو بس اپوټه كېدو پېښه ٬ 21 كسان مړه ٬ 19 ژوبل

مزید خبریں
بغداد۔8جون (اے پی پی) د سوئيلي عراق په ذي قار صوبه كښې په ناصريه – بصره هائي وے د مسافر بس اپوټه كېدو پېښه كښې 21 كسان مړه او 19 ژوبل شوي دي۔ د العربيه له مخې دا پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې د زائرينو بس كربلا پلو روان و۔ اپوټه كېدو سره په بس اور ولګېدو چې په نتيجه كښې يۍ 21 كسان مړه او 19 نور ژوبل شول۔ په ځپليو كښې ايراني زائرين هم شامل وو۔ د عراق د روغتيا وزارت خپل بيان كښې وئيلي چې د روغتيا وزير عبد الحسېن الموسوی د پېښې جاج واغست۔ ده طبي ٬ د روغتيا او اېمبولېس څانګو ته د متحرك پاتې كېدو او ژوبل شوو ته د درملنو ټولې آسانۍ وركولو هدايت وكړو۔











