جکارته۔8جون (اے پی پی) په فلپائن كښې د 7.8 شدت زلزلې وروستو د انډونيشيا په مشرقي ساحلي سيمو كښې سونامي وارننګ جاري كړے شوے دے۔ د شنهوا له مخې د انډونیشیا نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اېجنسۍ (BNPB) د ګل په ورځ په جنوبي فلپائن كښې له 7.8 شدت زلزلې وروستو د چپو خطرې نظر كښې نيولو سره د شمالي ساحلي سيمو وګړو ته بره سيمو ته د منتقل كېدو اپېل …
په فلپائن كښې له سختې زلزلې وروستو د انډونيشيا په مشرقي ساحلي سيمو كښې سونامي وارننګ جاري كړے شو

مزید خبریں
جکارته۔8جون (اے پی پی) په فلپائن كښې د 7.8 شدت زلزلې وروستو د انډونيشيا په مشرقي ساحلي سيمو كښې سونامي وارننګ جاري كړے شوے دے۔ د شنهوا له مخې د انډونیشیا نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اېجنسۍ (BNPB) د ګل په ورځ په جنوبي فلپائن كښې له 7.8 شدت زلزلې وروستو د چپو خطرې نظر كښې نيولو سره د شمالي ساحلي سيمو وګړو ته بره سيمو ته د منتقل كېدو اپېل وكړو۔ په فلپائن كښې راغلې قوي زلزلې د شمال مشرقي انډونيشيا په ځينو سيمو كښې ويره ترخه خپره كړې ده۔ د فلپائن انسټي ټيوټ آف وولكېنولوجي اېنډ سېسمولوجي وئيلي دي چې دا زلزله د ګل په ورځ سهار راغله چې له امله يۍ يو شمېر كسان مړه او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي۔ دې څخه وروستو د انډونيشيا د موسمیات او جیو فزیکل ایجنسۍ د هېواد په شمال مشرقي سيمو كښې سونامي وارننګ جاري كړو۔











