لاهور۔4 جون (اے پي پي) د پنجاب پوليس تر اوسه د لاهور بشمول د ګردې صوبې نه 35 زره 216 اغانانو بشمول غېر قانوني مېشته غېر ملكيان ډي پورټ كړې دي٬ د وياند تر مخه د پنجاب نه د غېر قانوني مېشته غېر ملكيانو د وتلو عمل روان دے ٬ دا وخت 208 غېر قانوني مېشته كسان په هولډنګ پوائنټس موجود دي ۔ به ډي پورټ كوونكو كښې 13 …
د پنجاب نه تر اوسه 35 زره 216 افغانانو بشمول غېر قانوني مېشته غېر ملكيان ډي پورټ كړې شوي

مزید خبریں
لاهور۔4 جون (اے پي پي) د پنجاب پوليس تر اوسه د لاهور بشمول د ګردې صوبې نه 35 زره 216 اغانانو بشمول غېر قانوني مېشته غېر ملكيان ډي پورټ كړې دي٬ د وياند تر مخه د پنجاب نه د غېر قانوني مېشته غېر ملكيانو د وتلو عمل روان دے ٬ دا وخت 208 غېر قانوني مېشته كسان په هولډنګ پوائنټس موجود دي ۔ به ډي پورټ كوونكو كښې 13 زره 766 نارينه ٬ 7 زره 61 مېرمنې او 14 زره 389 كوچنيان شامل دي۔ د وياند تر مخه په دغې كسانو كښې د استوګنې ثبوت لرونكې 10 زره 954 كسان ٬ افغان سټېزن كارډ لرونكې 11 زره 113 كسان او 13 زره 131 غېر قانوني مېشته شامل دي۔ آئې جي پنجاب امر كړے دے جې په ګرده صوبه كښې امنيت ټينګ اوساتئ او د ټولو غېر قانوني مېشته كسانو انخلا باوري كړئ ۔









